
پاکستان کې د KFC پر پلورنځیو د برید له امله ۱۷۸ کسان نیول شوي
دغه لاریونونه په غزه کې د اسراییلو جګړې پر ضد او له اسرییلو څخه د امریکا د نږدې ملاتړ په مخالفت کې شوي دي.
د غزې د جګړې له پیل راهیسې د فاسټ فوډ ځنځروي پلورنځي، دغه هېواد کې د اسلامي ګوندونو له لوري د لاریونونو پرمهال هدف ګرځېدلي دي. د دوی په وینا، دا برانډ د اسراییلو لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ سره تړاو لري.














