
شماليکوریا: د اوکراین پر ضد جګړې لپاره مو روسیې ته سرتېري لېږلي
شماليکوریا د لومړي ځل لپاره منلې چې د اوکراین پر ضد او د روسیې په ملاتړ روانې جګړې ته یې، خپل سرتېري لېږلي دي.
د شماليکوریا دولتي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې د یاد هېواد ځواکونو په کرسک کې له اوکرایني ځواکونو څخه د یوشمېر سیمو په بېرته نیولو کې مهم رول درلود.














