
د شماليکوریا مشر د «ټانک جوړولو» له کارخونې لیدنه کړې
د شماليکوریا مشر کېم جونګ اون د یاد هېواد د «ټانک جوړولو» له یوې کارخونې لیدنه کړې او د کوریايي ټانکونو د جوړولو برخه کې یې، د پرمختګ خبر ورکړی دی.
د شماليکوریا دولتي خبري رسنۍ «KCNA» خبر ورکړی چې کېم جونګ اون دې کارخونه کې پوځ ته د وینا پرمهال ویلي چې پر پرمختللو ټانکونو سمبا پوځ د دوی لومړیتوب دی.














