ډونالډ ټرمپ: ایران بختور دی چې د قطر امیر لري

نوموړي زیاته کړې: «ایران ډېر بختور دی چې د قطر امیر لري او د دوی لپاره جنګېږی. هغه نه غواړي چې موږ ایران ته ګوزار ورکړو. هغه «د قطر امیر» ډېر جنګېږي چې موږ پر ایران برید ونه‌کړو. ډېری خلک غواړي چې موږ بل لوري ته لاړ شو.» ټرمپ همداراز ویلي چې له ایران سره د اټومي وسلو په تړاو جدي خبرو باندې بوخت دي. ټرمپ نن له قطر د عربي متحده اماراتو پر لورې غوځېدلی دی.

اسراییل نږدې ورځو کې غزې ته نور سرتیري لېږي

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو وايي چې نږدې ورځو کې به غزې ته نور سرتېري ولېږدوي او په وینا یې، د حماس د له‌منځه وړو لپاره به پراخ عملیات پیل کړي.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې یوازې نن چهارشنبه، د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو له امله ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

محمد بن ‌سلمان: امریکا سره د یو ټریلیون ډالرو هوکړې وروستۍ کیږي

هغه تېره ورځ د امریکا – سعودي د پانګونې غونډې ته وویل، هېواد یې امریکا سره د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د هوکړو وروستي کولو په حال کې دی.
هغه زیاته‌کړه: «دامهال د ۶۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د شراکت په فرصتونو کار کوو چې له جملې څخه يې د څه باندې ٣٠٠ میلیارد ډالرو په ارزښت هوکړې دي او په همدغه غونډه کې اعلان شوې.»

نرېندرا مودي: د پاکستان هر ګام مو تر نظر لاندې دی

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر پاکستان له برید وروسته د لومړي ځل لپاره ملت ته وینا کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد یوازې د پاکستان پر وړاندې پوځي اقدامات درولي دي.

هغه ټينګار کړی چې د پاکستان هر ګام څاري او تر نظر لاندې یې لري.

مودي همداراز ویلي چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې پرځای پر هند برید غوره کړ او په وینا یې، «هېواد به یې، اټومي ګواښ ونه‌زغمي.»

ډونالډ ټرمپ نن سعودي عربستان ته په سفر روان شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته لومړني رسمي سفر کې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته تللی.
منځني ختیځ ته د ټرمپ دغه درې ورځنی سفر نن سه شنبه له سعودي عربستان څخه پیل او د پنجشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو کې پای ته رسیږي.
ټرمپ د دغه سفر په ترڅ کې د سترو اقتصادي قراردادونو د لاسلیکولو په لټه کې دی، چې په هغو کې د امریکايي صنایعو کې د سعودي د یو ټریلیون ډالرو پانګونې جذبول او پر سعودي د ۱۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورل شاملیږي.

لاهور کې خلکو د هند پروړاندې د پوځ بریا نمانځلې

د پاکستان په ستر ښار لاهور کې ګڼ‌شمېر خلک لارو او سړکونو ته راوتلي او د هند پر وړاندې د یاد هېواد بریا یې نمانځلې ده.

د پاکستان ډان ورځ‌پاڼې راپور ورکړی چې دغه کسان د هند برید ته د دغه هېواد د پوځ غبرګون ستایلی او دا یې، د هند پر وړاندې بری ګڼلی دی.

بنیامین نتن‌یاهو: د امریکا له پوځي مرستو باید ځان خلاص کړو

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو په کم‌ساري توګه یوې وینا کې ویلي چې دوی باید د امریکا له پوځي مرستو ځان خلاص کړي.

الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، مې ۱۲مه په یوه راپور کې ویلي چې لومړي وزیر بنتن‌یاهو دغه څرګندونې اسراییلو کې د کنست بهرنۍ او دفاعي کمېټې سره ناستې ته کړې دي.

حماس امریکایی-اسراییلي سرتېری خوشې کوي

د حماس یو لوړپوړی چارواکی وايي چې له دوی سره برمته امریکايي-اسراییلی سرتېری «اېډن الکساندر» به ډېر ژر خوشې کړي.

د حماس یاد لوړپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته دا نه‌دي ویلي چې دغه اسراییلی سرتېری به څنګه او کله خوشې شي؟

ویرات کوهلي له ټسټ سیالیو سره مخه ښه وکړه

د هند کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او نړیوال ستوري ویرات کوهلي له تسټ سیالیو سره مخه ښه وکړه.

ویرات کوهلي د ۱۴ کلونو پرمهال د هند لپاره په ۱۲۳ سیالیو کې لوبې وکړې چې په تولیزه توګه یې، دې سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره ۹۲۳۰ منډې وکړې.

نوموړي همداراز په ۶۸ ټسټ لوبو کې د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه هم ټاکل شوی دی. په ټسټ سیالیو کې د نوموړي د منډو جوړولو اوسط ۴۶.۸۵ دی.

د پاکستان ادعا: د اسراییلو ساخت ۲۵ هندۍ ډرون مو ویشتلي

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د اسراییلو ساخت ۲۵ هندۍ بې‌پېلوټه الوتکې چې پر دغه هېواد د برید لپاره کارول کېدې، نسکورې کړې دي.

د پاکستان پوځ د رسنیو او عامه اړیکو څانګې اعلان کړی چې د اسراییلو له لوري جوړ شوې هارپ ډرون چې د هند له لوري پاکستان ته د برید لپاره لېږل شوې وې، نسکورې کړې دي.

اسراییلو پر حوثیانو د سختو بریدونو خبرداری ورکړی

د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز یمن کې د حوثي ډلې پر ضد د پراخو بریدونو خبرداری ورکړی دی.

کاتز پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «اسراییل د دې وړتیا لري چې د هر ډول برید او دښمن پروړاندې له ځان دفاع وکړي. حوثیان به له سختو بریدونو سره مخ شي، که دوی پر موږ بریدونو ته دوام ورکړي. د اسراییل دفاعي ځواکونه هر ډول ماموریت ته چمتو دي.»

شمالي‌کوریا لنډواټن ویشتونکی توغندی ازمویلی

د سوېلي‌کوریا پوځ وايي چې شمالي‌کوریا نن پنجشبنه، مې اتمه د خپل ختیځ ساحل څخه د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي دي.

سوېلي‌کوریا پوځ په وینا، دغه توغندي د شمالي‌کوریا د ختیځ ساحلي ښار وونسان څخه د سهار شاوخوا ۸:۱۰ بجې توغول شوي او په سمندر کې تر لوېدو دمخه ۸۰۰ کیلومتره مزل یې وهلی دی.