
ټرمپ: د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسراییل او ایران ترمنځ “بشپړ” اوربند شوی دی.
ان بي سي شبکې نن )سهشنبه، سرطان ٣) راپور ورکړی چې ټرمپ د قطر له امیر څخه مننه کړې چې “په سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې کړي دي.”
د راپور پر اساس، ټرمپ تمه ښوولې چې اوربند “د تل لپاره” دوام وکړي.













