
امريکا کې د سيلانيانو بس چپه کېدو پېښه کې ۵ کسان مړه شوي
د امريکا په نيويارک ايالت کې د سيلانيانو يو بس چپه شوی چې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون ۵ کسان مړه او

د امريکا په نيويارک ايالت کې د سيلانيانو يو بس چپه شوی چې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون ۵ کسان مړه او

کولمبیا کې د دوو بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او له ۴۰ ډېر ټپیان دي.
رویټرز اژانس نن (جمعه، اسد ۳۱) راپور ورکړی چې د لومړي برید پرمهال د کولمبیا په درېیم ډېر نفوس لرونکي ښار کالي کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړل شوه.
راپور کې ویل شوي چې دغه برید د هوایي ځواک یوې اډې ته نږدې شوی او شپږ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

د شماليکوریا دولتي رسنۍ (KCNA) نن پنجشنبه، راپور ورکړی چې کیم د پوځ د بهرني عملیاتو له افسرانو سره په لیدنه کې د هغوی «له اتلولۍ ډک رول» وستایه او ټینګار یې وکړ چې دغه ځواکونه د هېواد د نړیوال حیثیت او د کوریا – روسیې د ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره ستره ونډه لري.

د اوکراین چارواکي وايي، د روسیې د تېرې شپې هوايي بریدونو په پایله کې یو کس وژل شوی او لږترلږه ۱۸ نور کسان ټپیان شوي دي.
دغه بریدونه د پنجشنبې سهار د اوکراین د لوېدیځ زاکارپاتیا په سیمه کې شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال لږترلږه ۷۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وايي چې روسي ځواکونو نن چهارشنبه، د اوکراین په سوېلي سیمه اوډېسا کې د ګازو د وېش یو مرکز په

د ایران د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده وايي، که اسراییل پر دغه هېواد هر ډول برید وکړي، تهران به د خپلو پرمختللو توغندیو په وسیله تلابیب ته ځواب ورکړي.
نصیرزاده په څرګنده توګه وویل، هغه توغندي چې د ایران ځواکونو د تېرې ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال کارولي، څو کاله مخکې د دفاع وزارت له لوري جوړ شوي وو.

د پنجاب وزیراعلی مریم نواز وايي چې د نوموړې حکومت د صوبې د زیربنا د معیاري کولو لپاره نه ستړېکېدونګې هلې ځلې کوي او موخه یې دا ده چې پنجاب د جاپان په څېر پرمختللې کچه ته ورسوي.
نوموړې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې له پاکستاني ټولنې سره د لیدنې پرمهال څرګنده کړه چې د پنجاب په بېلابېلو دولتي ادارو کې لاهم د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د اسټرالیا د ګرافیک ډیزاین مشهورپلټفارمCanva اعلان کړی چې د کارکوونکو د ونډو د پلور پروګرام یې پیل کړی او د دې پروسې پر بنسټ د شرکت ارزښت ۴۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
دغه اقدام د چهارشنبې په ورځ رسماً اعلان شو، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي Canva سږ کال د عامه ونډو د وړاندې کولو یاIPO لپاره تیاری نیسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ده په مشرۍ به د متحده ایالاتو پوځیان هېڅکله د اوکراین د پولو د دفاع لپاره هغه هېواد ته ونهستول شي.
نوموړي دا څرګندونې د فاکسنیوز ټلوېزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې کړې دي.

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د غزې ښار پروړاندې د پلان شوي برید په موخه به شاوخوا ۵۰زره ریزرف سرتېري بېرته پوځ ته ور وبلل شي.
د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې پر ورځ ویلي، سره له دې چې دومره ریزرف ځواکونه به راوغوښتل شي، خو د عملیاتو اصلي مسؤلیت به د اسراییلو د پوځ د فعالو قطعاتو پر غاړه وي.

هند کې د روسیې سفارت وايي چې د یاد هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به د روان کال تر پایه په نوي ډیلي کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وګوري.
د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، روسیه به د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې هند ته د تېلو رسولو ته دوام ورکړي او د روسیې ولسمشر به د روان کال په پای کې نوي ډیلي ته سفر وکړي.

سره له دې چې نتنیاهو د غزې په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور د نړیوال جنایي محکمې (ICC) له لوري تورن پېژندل شوی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه د «جګړې اتل» یاد کړی دی.

د شماليکوریا مشر کیم جونګ اون ویلي چې هېواد یې باید په چټک ډول خپلې اټومي وسلې پراخې کړي او د امریکا او سوېليکوریا ګډ پوځي تمرینات یې «د جګړې لپاره د راپارولو ښکاره هڅه» بللې ده.

د روسیې د دفاع وزارت نن سهشنبه، اګسټ۱۹، اعلان وکړ چې د دغه هېوادTu-95MS اټومي وړتیا لرونکې ستراتیژیک بمبغورځونکې جېټ الوتکې د یوې منظمې او له وړاندې طرحه شوې الوتنې له مخې، د جاپان سمندر د بېطرفه اوبو پر فضا الوتنې کړي دي.

د میدانوردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د طبما فدراسیون له لوري په مرکز میدانښار کې د یاد ولایت په کوربتوب د پنځه ولایتونو ترمنځ د طبما سیالي پای ته ورسېدې.