
له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی
د اسرایلو پوځ اعلان کړی چې د یمن له لوري توغول شوی یو توغندی یې شنډ کړی دی. د اسرایلي پوځ په وینا، د برید پرمهال څو سیمو کې د خطر زنګونه هم وهل شوي دي.
پوځ ویلي: «د یمن له خاورې توغول شوی توغندی د اسراییلود هوايي ځواک لهخوا څارل شوی او لهمنځه وړل شوی دی.»














