
د اسراییلو لومړی وزیر: ماموریت مو لاهم نهدی بشپړ شوی
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پارلمان ته د وینا پرمهال ویلي چې د غزې په تړاو د اوربند له اعلان وروسته، اسراییلو خپل ماموریت بشپړ کړی او ټول برمته شوي یې، بیرته ازاد کړي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پارلمان ته د وینا پرمهال ویلي چې د غزې په تړاو د اوربند له اعلان وروسته، اسراییلو خپل ماموریت بشپړ کړی او ټول برمته شوي یې، بیرته ازاد کړي دي.

د حماس لوړپوړي چارواکي خلیل الحیه ویلي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوشمېر منځګړو هېوادونو دوی ته ډاډ ورکړی چې د غزې جګړه پای ته رسېدلې ده.
نوموړي څرګنده کړې چې حماس د اوربند د هوکړې له مخې، د ټولو بندیانو د جسدونو د بېرته سپارلو جدي اراده لري، خو د ده په وینا، د جګړې له امله دا چاره له ستونزو سره مخ ده.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وايي چې اسراییلي ځواکونو د اوربند له پیل راهیسې لږترلږه ۹۷ فلسطینیان شهیدان کړي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د دغه دفتر په وینا، اسراییلو د اوربند تړون ۸۰ ځله نقض کړی چې په هغو کې د توپونو ډزې، ډرون بریدونه او د ټانکونو خوځښتونه شامل دي.

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاهد افریدي وايي چې افغانانو د دوی احسان هېر کړی او پر یاد هېواد یې، برید کړی دی.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستان تل د خپلو افغان وروڼو سره ولاړ و او د افغانانو ستونزې یې د خپلې ستونزې د خپلو ستونزو په څېر ګڼي، خو په وینا یې، افغانانو دا هر څه هېر کړي دي.
افریدي زیاته کړې چې پاکستان د افغانانو دېر یرغل ته سخت ځواب ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه، اکتوبر ۱۷مه د اوکراین له ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي سره د سپینېماڼۍ په ناسته کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو زېلېنسکي په ځواب کې څرګنده کړه چې پوتین لا د سولې لپاره چمتو نه دی.

د غزې ښار په زیتون سیمه کې د یوې فلسطیني کورنۍ یولس غړي وژل شوي، وروسته له هغه چې د اسرائیلي ځواکونو الوتکو د دوی پر موټر برید وکړ.
د عیني شاهدانو او د فلسطین د مدني دفاع چارواکو په وینا، دا کورنۍ د «زیړ کرښې» په نوم هغه سیمې ته نژدې روانه وه چې د اسرائیلي پوځ د کنټرول تر محدودې لاندې بلل کېږي. د وژل شوو کسانو په ډله کې اووه ماشومان او دوه ښځې شاملې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت «العربیه» رسنۍ ته ویلي چې فلسطین د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د پاریس پر پریکنده ملاتړ ټینګار کړی دی.
وزارت ویلي، د غزې سیمه باید په راتلونکي کې د یوه خپلواک او واحد فلسطیني دولت په چوکاټ کې د فلسطین د خپلواکې ادارې له لوري اداره شي.

کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره په مسکو کې لیدلي او د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو یې خبرې کړې دي.
د دې ناستې پرمهال پوتین د مسکو او دمشق ترمنځ پر تاریخي او دیپلوماتیکو اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، د سوریې د خلکو ګټې تل د روسیې د پالیسیو په لومړیتوب کې دي.

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د کندهار سپین بولدک ولسوالي کې له پاکستاني لورې سره د تازه نښتو پرمهال د افغان لورې په ځوابي برید کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پوښتې په نښه شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکسپاڼې لیکلي چې ګڼشمېر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي او نظامي تاسیسات هم لهمنځه وړل شوي دي.

د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمدالشرع وايي چې نه غواړي د اسراییلو او یا هم د کوم بل هېواد لپاره د ګواښ په توګه واوسي.
نوموړي له امریکايي شبکې CBS News سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، له هغه وخته چې دی دمشق ته راغلی، د اسراییلو پر ضد هېڅ ډول پارونکی اقدام نهدی شوی او نه هم غواړو د اسراییل یا بل کوم هېواد لپاره د ګواښ سرچینه واوسي.

راپورونه ښيي چې له تېرې جمعې راهیسې، غزه کې د اوربند له اعلان وروسته، د حماس یوشمېر ځواکونه په غزه کې ځای پر ځای شوي، خو له دې سره هممهاله د غزې ختیځ لور ته د زورورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

ونزوېلا اعلان کړی چې د خپلو دیپلوماتیکو سرچینو د «ستراتېژیک وېش» په موخه، په ناروې او اسټرالیا کې خپلې سفارتخوني تړي او پر ځای به

Protests erupt during Trump’s speech in Israeli parliament

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو، له دې پرته چې د کوم هېواد نوم واخلي، پر ځینو حکومتونو تور پورې کړ چې د «حماس درواغجن تبلیغاتو» غولولي دي.

غزه کې د اوربند له ټینګښت او د اسراییلي پوځ د شاتګ په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې، تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې لږ تر لږه

د مصر په شرم الشیخ ښار کې نن د غزې په اړه غونډه ترسره کیږي. د راپورونو پر اساس، د نړۍ له شلو د زیاتو