
ډونالډ ټرمپ: پر قطر د اسراییلو له برید ناخوښ یم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د اسراییلو له لوري قطر کې له شوي هوايي برید څخه خوښ نهدی. د ده په وینا، په دغه برید کې اسراییلو هڅه کړې وه د فلسطین د «حماس» سیاسي مشران لهمنځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د اسراییلو له لوري قطر کې له شوي هوايي برید څخه خوښ نهدی. د ده په وینا، په دغه برید کې اسراییلو هڅه کړې وه د فلسطین د «حماس» سیاسي مشران لهمنځه یوسي.

د یمن حوثي ډله وايي چې د اسراییلو په بېلابېلو سیمو کې یې، د ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.
د یادې ډلې ویاند یحیی سرېع وايي چې د «فلسطین ۲» په نوم، توغندي باندې د قدس ښار شاوخوا پر څو «حساسو هدفونو» بریدونه شوي دي.

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمدبن عبدالرحمان الثاني د اسراییلو برید پر خپل هېواد «له خیانته ډک» بللی او ویلي یې دي چې دغه برید به بېځوابه پاتې نهشي.
الثاني یادې څرګندونې د دوحې په یوې خبري ناستې کې وکړې او زیاته یې کړه چې د اسراییل کړنې د ملکیانو امنیت له ګواښ سره مخ کړی او د کړکېچ کچه یې بېساري لوړه کړې ده.

د شماليکوریا مشر کېمجونګاون د لویو وچو ترمنځ د واټن ویشتونکي بالیستیک توغندیو لپاره د نوي انجن د ځمکنۍ ازموینې څخه څارنه کړې ده. هغه دغه ازموینه د خپل هېواد د ستراتیژیکو اتومي ځواکونو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې یو «ستر بدلون» بللی دی.

د «العربیه» خبري شبکې د راپور له مخې، اسراییلي پوځ د غزې په ښار کې د السلام برج بمبار کړی دی.
دغه برید د هغه وروسته شوی چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دوشنبه (د وږي ۱۷مه) اعلان وکړ چې د تېرو دوو ورځو پرمهال د غزې په سیمه کې ۵۰ هستوګنیزې لوړې ودانۍ ویجاړ شوي او دا یوازې د پراخ پوځي عملیاتو پیل بلل شوی دی.

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس اعلان کړی چې دغه اداره به د عربي هېوادونو او نړیوالې ټولنې په مالي او سیاسي ملاتړ، د غزې پوره واک پر غاړه واخلي.
هغه ټینګار وکړ چې حماس به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په حکومت کې هېڅ ډول ونډه ونهلري او بیا یې څرګنده کړه چې د غزې سیمه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده.

د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز غزه کې د حماس ډلې ته خبرداری ورکړی چې وسلې پر ځمکه کېږدي او برمته شوي، کسان خوشې کړي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه د غزې په تړاو سخت ګواښ کړی او ویلي یې دي چې نن به د دې سیمې د حماس ډلې پر اهدافو یو «ستر توپان» راښکته شي.
د فلسطین اسلامي جهاد ډلې «القُدس بریګیډز» پوځي څانګې پر اسراییلو د ویشتل شویو توغندیو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
یادې ډلې ویلي چې دوی د اسراییل نتایوت ښار پر دوو توغندیو ویشتلی دی. دغه ډله وایي چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې دغه توغندي ویشتلي.

د اوکراین پر پلازمېنې کېیف د روسیې د ډرون او توغندیو تر ټولو پراخ بریدونو پرمهال درې کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
بریدونه نن یکشنبه، اګسټ اوومه، سهار مهال د کېیف پر بېلابېلو سیمو شوي دي.

د اسراییلو پوځ وايي چې له غزې تړانګې څخه دوه توغندي د دوی پر لور ویشتل شوي چې دا د تېرو درېوو اوونیو راهیسې لومړي ځل دی چې له غزې برید کېږي.
د پوځ په وینا، د اسراییلو دفاعي سېسټم یو توغندی په فضا کې شنډ کړی، خو بل یې په یوه تشه سیمه کې لګېدلی دی او کوم زیان یې نهدی اړولی.
تر اوسه کومې ډلې په رسمي توګه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
د اسراییلو چارواکي زیاتوي چې د غزې له لوري هر ډول برید د حماس مسوولیت ګڼل کېږي؛ هغه ډله چې پر غزې تړانګې واک لري.

له دویمې جګړې راوروسته د امریکا د دفاع وزارت نوم د جګړې وزارت په نوم یادېده او د جګړو مخنیوي برخه کې د امریکا د پینټاګون رول څرګندولو لپاره په دې نوم نومول شوی و.
دغه اقدام د ترامپ تازه هڅه ګڼل کېږي چې د امریکا د پوځ او پوځې ادارو انځور بیا تعریف کړي. مخکې هغه د واشنګتن په مرکز کې د ځانګړي پوځي پرېډ مشري کړې او د ۲۰۲۰ کال د نژادي عدالت اعتراضونو وروسته د ځینو پوځي اډو نومونه بیرته اصلي نومونو ته بدل کړي دي.

د اسټرالیا په سډني ښار کې د سمندر پر غاړه یوه مشکوک لوی نهنګ یوه مېرمن وژلې ده.
د راپورونو له مخې، دې مېرمنې د سډني ساحل کې د سرفبورډ (surfboard) لوبه کوله چې د یوه لوی نهنګ له لوري پرې برید شوی دی.

د اسراییلي ځواکونو له لوري د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو پرمهال لږترلږه ۵۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د وژل شویو کسانو په منځ کې لږترلږه اووه ماشومان هم شامل دي.

د یمن د حوثي ځواکونو پوځي ویاند یحیی سرېع وايي چې د دوی ځواکونو د «فلسطین-۲» په نوم بالېستیک توغندي باندې اسراییلو کې یو مهم ځای په نښه کړی دی.
سرېع نن پنجشنبه سهار (د وږي ۱۳مه) په خپور شوي بیان کې ویلي چې دا برید «په بریالیتوب سره ترسره شوی او د اسراییلو ګڼشمېر اوسېدونکي یې، پناه ځایونو تلو ته مجبور کړي دي.»

د «رویټرز» د راپور له مخې، پوتین چې په بیجینګ کې د خپل سفر پای ته رسېدو پرمهال خبرې کولې، وویل: «موږ د تونل په پای کې رڼا وینو» په ځانګړي ډول د هغه څه له امله چې نوموړي د امریکا د «رښتینو هڅو» ستاینه وکړه چې غواړي د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا ترټولو لویې ځمکنۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې د یوه هوایي برید پرمهال یې، د کارائیب سمندر په نړیوالو اوبو کې د نشهیي توکو یوه کښتۍ یې، ویشتلې چې له امله یې، د «ترن د اراگوا» ډلې پورې تړلي ۱۱ کسان وژلي دي.
ټرمپ ویلي، دغه برید سهشنبه، سپټمبر دویمه شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې یاده کښتۍ کې نشهيي توکي امریکا ته لېږدول کېدل.