
ضمیر کابلوف: د اندېښنو لهمنځه وړلو لپاره مو اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو له تروریزم او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو پراختیا په موخه اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی.
دې سره، قطر کې د اسلامي امارت سفیر ضمیر کابلوف د روسیې له دغې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي چې د مسکو دغه اقدام د روسیې همنظره هېوادونه هم د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو ته وهڅوي.














