لوګر کې په ۱۴۰زره ډالرو د اوبو یوه سربند د جوړېدو چارې پیل شوې

د دغه ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست رییس ملا محمداسماعیل اخندازده په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، د کاشان اوبو سربند د څرخ ولسوالي په «غجرک» سیمه کې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FAO) له لوري د ۱۴۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت په راتلوونکو شپږو میاشتو کې جوړېږي چې له پرانېستې سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه خړوبه شي.

د جرمونو نړیوالې محکمې حکم؛ مجاهد: اوتې بوتې دي

د سرپرست حکومت ویاند د جرمونو نړيوالې محکمې د حکم په غبرګون کې هغه اعلانات او اوتې بوتې بللي دي.

د جرمونو نړيوالې محکمې تېره ورځ د اسلامي امارت د مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده او د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه کړې ده.

ذبېح‌الله مجاهد تېره ورځ (سه‌شنبه، سرطان ۱۷) د جرمونو نړیوالې محکمې له دغې غوښتنې وروسته، پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې په دغه نوم کومه محکمه نه پېژني.

لوګر کې هره ورځ ۴۲زره لېټره شیدې تولیدېږي

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍریاست ریيس مولوي شیراقا پیرحبیب‌الله پل‌علم کې د لبنیاتو یوشمېر مرکزونو څخه د لیدنې پرمهال وویل: «لوګر ډېری اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي، کرنې او مالدارۍ ریاست ژمن ده چې د لوګر مالدارو شیدو او لبنیاتو ته د پروسیس لپاره مرکزونه جوړ کړي او د خرڅلاو لپاره ورته مناسبه بازارموندنه وکړي.»

د سره‌صلیب نړیوال فدراسیون: سیاسي پېچلتیاوې باید افغانانو سره د مرستو مخه ونه‌نیسي

د سره‌صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون استازي د ملګروملتونو عمومي غونډه کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د یوه پراخ انساني بحران په درشل کې دی.
هغه ټینګار کړی او ویلي چې سیاسي ستونزې باید افغانانو ته د بشري مرستو رسولو پر وړاندې خنډ جوړ نه‌کړي.

د نوریې صالحي کیسه؛ انجینیره چې په خط‌کش نه، په چټ‌جي‌بي‌ټي طرحې جوړوي

نوریه صالحي یم، د پولي‌تخنیک پوهنتون د انجینیري پوهنځي څخه فارغه شوې یم. اوس راته د انجینیري طرحو  ډیزاینول، د پخوا په څېر نه‌‌دي. زه اوس د چټ‌جي‌‌بي‌ټي په مرسته طرحې او ډیزاینونه جوړوم؛ نه په خط‌کش. دفتر مې اوس د الګوریتمونو او ډیجیټال مډلونو ډک دی، د حساب ماشین او د نقشو کښلو میز مې لرې کړی.

د افغانستان او پاکستان د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړنۍ غونډه وشوه

د اسلامي امارت او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړی پړاو غونډه تېره ورځ دوشنبه اسلام‌آباد کې ترسره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه غونډه کې پر دوه اړخیزو سیاسي مسایلو، سوداګرۍ، ټرانزیټي همکاريو، سیمه‌ییز اتصال او نړیوالو سیاسي موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

سېلاب‌ځپلي: زمونږ وضعیت ته دې رسېدنه وشي

وروسته له هغې چې دې وروستیو کې د هېواد مختلفو ولایتونو کې سېلابونو ګڼ شمېر کسانو ته ځاني او مالي زیانونه واړول، یوشمېر سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، د دولت او مرستندویه بنسټونو مرستو ته اړتیا لري.
خو پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند یوسف حماد وویل، دغې ادارې تېرو دریو میاشتو کې له مرسته‌کوونکو کورنیو او بهرنیو موسسو سره په همکارۍ، نژدې ۶۷ زره سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې ده.