
هلمند کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه او څلور ټپیان شوي
د هلمند په واشېر ولسوالي کې د کابل-هرات پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.
پېښه پرون «سهشنبه، چنګاښ ۲۴مه» د واشېر ولسوالي اړوند کارېز سیمه کې د دوو مسافروړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.














