
پنجشېر کې د زمردو له پنځو نویو کانونو د استخراج چارې پیل شوې
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په پریان ولسوالي کې له پنځو نویو کانونو څخه د «زمرد» د استخراج چارې پیل شوې.
د یادې ادارې رییس محمد قاسم امیري «شنبه، د چنګاښ ۲۸مه» سلاموطندار ته وویل چې تر دې دمه د دوی تخنیکي او مسلکي ټیمونو د پریان ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې له ۲۵۰ زیات د زمرد کانونه تثبیت کړي دي.














