
لوګر کې پنځو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې
د لوګر روغتیايي مسوولان وايي، مرکز پُلعلم او څرخ، خروار، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د پنځو روغتیايي مرکزونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دوی وویل، دغه روغتیايي مرکزونه د ملګرو ملتونو وجهي صندوق UNFPA په مالي ملاتړ د یوه کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.














