یوه میاشت کې راستنېدونکو ته ۲ میلیارد افغانۍ وېشل شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون مسوولان وايي، دې وروستۍ یوه میاشت کې هېواد کې د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره دوه میلیارد افغانۍ وېشل شوي.
د دغه کمیسیون غړي احمدالله وثیق وویل، هره ورځ د راستنېدونکې کورنۍ هر غړي ته دوه زره افغانۍ وېشل کیږي.

لاوروف متقي ته بلنه ورکړې چې مسکو ته سفر وکړي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.
د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي چې ښاغلي لاوروف دغو ټلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره د تعامل پراخولو لپاره سیمه‌ییز میکانیزمونه کلیدي ارزښت لري.
د هغه په وینا، په همدې تړاو یې د لا ډېرو بحثونو لپاره د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې امیرخان متقي ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.

د لوګر نوی والي: ولس ته اساس خدمات رسول مو مسوولیت دی

د لوګر نوي والي قاري صلاح‌الدین ایوبي نن چهارشنبه (زمري، لومړۍ) د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د نوي والي په توګه خپله دنده پیل کړه.

جوړې شوې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د کورنیو چارو او کډوالو چارو وزارتونو مرستیالانو، لوګر چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

لوګر کې ۷ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوي

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو ماشومانو ملاتړ صندویق(UNICEF) له لوري د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په درېوو ولسوالیو کې اووه ښوونځیو ته نوې ودانې جوړې شوي دي.

له بانکونو د پیسو اېستلو کچه یومیلیون افغانۍ او ۱۵۰زره ډالرو ته لوړه شوې

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې هېواد کې له بانکونو د پیسو اېستلو کچه لوړه شوې او دا مهال بانکي حساب‌لرونکي کولای شي چې د میاشتې یو میلیون افغانۍ او ۱۵زره ډالر وباشي.

د یاد بانک د معلوماتو له مخې، حساب‌لرونکي همداراز په اوونۍ کې له افغانۍ حساب څخه تر ۳۵۰زره افغانۍ اېستلی شي او ډالر اکونټ ته هم تر پنځه زره ډالرو د اېستلو اجازه ورکړل شوې ده.

د افغانستان بانک څه باندې څلورمیلیارډ او ۸۶۷ میلیونه زړې افغانۍ سوځولي

د افغانستان بانک مسوولان وايی چې د تېر یوه کال پرمهال یې، په ټولیزه توګه څلور میلیارډ، ۸۶۷ میلیونه او ۸۰۲زره زړې افغانۍ له بازار راټولې او سوځولې دي.

د دوی په وینا، دغه مندرس بانک‌نوټونه له بازار راټول او له طرزالعمل سره سم سوځول شوي دي. دغه زاړه بانک‌نوټونه د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي.

بهرنیوچارو وزارت: دامهال څه باندې ۱۰زره افغانان نورو هېوادونو کې بندیان دي

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې دامهال څه باندې لس زره افغانان د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې بندیان دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د رسنیو مرکز کې د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

امیرخان متقي: ملګروملتونو کې ناست کس د چا استازیتوب کوي؟

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ غصب شوې او دغه څوکۍ باید اوسني حکومت ته وروسپارل شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د رسنیو مرکز کې د یاد وزارت د تېر یوه کال د لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

امیر خان متقي: شپږو هېوادونو سره د سفیر په سطحه اړیکې لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، اسلامي امارت تېر یوه کال کې د بهرني سیاست په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې چې د روسیې له لوري د رسمیت پېژنده مسله یې تر ټولو مهمه ده.
هغه نن وویل، د چین، عربي متحده اماراتو او ازبیکستان ترڅنګ، ترکیې، روسیې او پاکستان سره ډیپلوماټیک ماموریتونه د سفیر سطحې ته لوړ شوي دي.