
پکتیکا کې له ۱۵۰۰ کورنیو سره ۳۷ میلیون افغانۍ مرسته وشوه
د پکتیکا ولایتي مسولان وايي، برمل ولسوالي کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ICRC په مالي مالي ۱۵۰۰ کورنيو ته نغدي مرسته وويشل شوه. د

د پکتیکا ولایتي مسولان وايي، برمل ولسوالي کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ICRC په مالي مالي ۱۵۰۰ کورنيو ته نغدي مرسته وويشل شوه. د

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په ترینکوټ ښار کې د کشفي عملیاتو پرمهال وسلې او مهمات نیول شوي دي.
د دوی په وینا، امنیتي ځواکونو د ترینکوټ ښار اړوند خیروکارېز سیمه کې د پخواني حکومت د امنیت د امر د یوه ساتونکي پر کور عملیات شوي چې له امله یې یو لړ ناقانونه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دې کارخونې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړی دی.
د نوموړي په وینا، د یادې کارخونې د فعالیت پیلېدو سره به د سیمې اقتصاد په حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت مرکز پلعلم ښار اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د «صلاحالدین ایوبي» په نوم یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او نن «چهارشنبه، زمري اتمه» په رسمي توګه ګټېاخېستنې ته وسپارل شوه.

غزني د هېواد په سوېلختیځ کې یو له مهمو او ګڼې ګوڼې ډکو سوداګریزو مرکزونو څخه دی؛ چې د دغه ولایت د ۱۸ ولسوالیو د اوسېدونکو ترڅنګ د میدانوردګ، پکتیا او پکتیکا د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي هم له همدې ځایه خپل اړین توکي اخلي؛ خو د هټیوالو لهخوا د ځینو پلو لاریو بندېدل، د خلکو لپاره د تګراتګ پرمهال ستونزې رامنځته کړې دي.

د خوست امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، د جعلي ویزو او دعوتنامو د جوړولو په تړاو یو کس نیولی دی.
د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په خوست ښار کې هغه کس نیولی چې خلکو ته به یې، جعلي ویزې او دعوتنامې د اصلي په نوم پلورلې او له دې لارې یې له خلکو زرګونه ډالر اخیستي وو.

د وسلهوال پوځ لوي درستېز قاري فصېحالدین فطرت لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولانو سره لیدلي دي.

د میدانوردګ امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت له مرکز میدانښار او ولسوالیو څخه ۳۰ روږدي کسان راټول کړي او تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

یوشمېر ښځو سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې زیاتره هغوی د خپل مهر حق په اړه پوهاوی نهلري یا تر واده کولو وروسته د اقتصادي فقر او د کورنیو فشارونو په دلیل نهدي توانېدلي چې هغه ترلاسه کړي.
دغه راپور کې هغو نجونو سره هم خبرې شوي چې واده یې نه دی کړی. دغه نجونې وايي، خپلو کورنیو کې د مهر حق ټاکلو لپاره هېڅ واک نهلري.

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست مسوولانو د دغه ریاست د تېر یوه کال د لاسته راوړنو شریکولو غونډې ته وویل، تېر یوه کال کې دغو

میاشتنی عادت یا حیض د یوې ښځې د ژوند یوه طبیعي برخه ده. معمولآ میاشتنی عادت له ۳ تر ۷ ورځو دوام کوي او ځینې ښځې یو څه ناراحتۍ سره مخ کیږي، خو شته یو شمېر ښځې چې دغه وخت کې سخت جسمي دردونه تجربه کوي. د روغتیاپالانو په وینا، د میاشتني عادت پرمهال شدید دردونه د کیست، ماشوم نهراوړلو، د رحم فیبروید یا هورموني اختلالاتو په څېر د جدي ستونزو ښکارندويي کوي.

هغه خبرداری ورکړی چې د امریکا او اسراییلو د بریدونو تکرار به د دوی له پرېکنده ځواب سره مخ شي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «که تېری تکرار شي، له شک پرته به په قوت او ځواک سره ځواب ورکړو. که زموږ د اټومي پروکرام په اړه اندېښنې چې بابد دغه پروګرام ملکي شي، نو پوځي تګلارې ثابته کړې چې کار نهورکوي، خو ډيپلوماټیکې خبرې ښايي، ګټورې وي.»

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې له ۱۲۵ مالدارانو سره د مالدارۍ توکو مرسته شوې ده.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه نن «سهشنبه، زمري اوومه» په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اړیکو دفتر موسسې په مرسته د دې ولایت زرمت ولسوالي کې پر ۱۲۵ مالدارانو باندې د مالدارۍ بستې او ځينې درمل ووېل شول.

د پروان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۷۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶ پراختیايي پروژې منظور شوې دي.
د پروان د اقتصاد رییس مجیبالله رحیمي سلاموطندار ته وویل چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۷۸ میلیونه، ۱۹۷زره او ۴۵۶ افغانیو په ارزښت پروژې منظور شوي.

د هلمند ځايي مسوولان وايي، له کجکي تر موسیکلا ولسوالي پورې د ۳۸.۵ کیلومتره برښنا مزو غځولو پروژې چارې پیل شوې.
د هلمند د برښنا رییس حافظ هدایت الله محمد وايي، په دغې پروژې ۱۱۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې له کورنۍ بودیجې ورکول کیږي.
د موسیکلا ولسواال حاجي جانان دغه پروژه د ولس اساسي اړتیا بولي.

د غزني قرهباغ ولسوالي کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار ټرافیکي پېښه کې نژدې ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې. د غزني د امنیې