
غزني کې په ۱۷ میلیونه افغانیو دوه پروژې ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې
د غزني محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
په دې پروژو کې د اوبو یو کانال او یو سړک شامل دی. دغه پروژې د غزني د کډوالو ښارګوټي او نواباد سیمو کې پلې شوې دي.














