
د ځوانانو نړیواله ورځ؛ د کار وزارت یو کال کې ۴۰ زره ځوانان د کار بازار ته معرفي کړي
نن سهشنبه د اګست ۱۲مه د کار نړیوالې ورځې سره هممهاله، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، تېر یوه کال کې یې څه

نن سهشنبه د اګست ۱۲مه د کار نړیوالې ورځې سره هممهاله، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، تېر یوه کال کې یې څه

د دې ولسوالي یو اوسېدونکی، احمدنوید وایي چې د ولسوالي دولتي روغتون اړین او باکیفیته خدمات نهءوړاندې کوي چې له امله یې ناروغان اړ کېږي خصوصي کلینیکونو ته ورشي، خو په وینا یې، هلته هم د خدماتو لګښتونه په وروستیو میاشتو کې لوړ شوي او ډېری ناروغان یې نهشي ورکولی.

د پکتیکا د پوهنې رياست نن سهشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، ګیان ولسوالي کې د «لستور» لېسې لپاره د یو مرستندوی بنسټ له لوري د

د پکتيا د صنعت او سوداګری رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې نن «سهشنبه، زمري ۲۰مه» د سيکارام احمدي بازارموندنې شرکت له لوري درې ورځنی ملي او نړيوال نندارتون پرانېستل شوی دی.
د ياد نندارتون د پرانيستې مراسمو کې د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمدعظيم عظيمي وويل چې د ياد نندارتون په ۶۵ غرفو کې بېلابېل کرنيز، توليدي توکو نندارې ته اېښودل شوي دي.

سلاموطندار ښارونو او کلیو کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي څېړلو په موخه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ۱۱۳۶ ښاریانو ترمنځ سروې ترسره کړې.
دغه سروې کې له ۱۰ مختلفو شاخصونو د راټول شویو مالوماتو پر بنسټ، د ښاریانو او کلیوالو ترمنځ روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي، کیفیت او رضایت په برخه کې ستونزې پرتله شوي.

د پکتيکا ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عامې روغتيا وزارت د مرستيال عبدالولي حقاني او نورو ولايتي چارواکو له لوري د عامې روغتيا رياست په انګړ کې د کتلوي معافيت لپاره د ۱۳ميليونه افغانيو په لګښت د نوې ودانی جوړېدو چارې پيل شوې.

د سمنگان محلي چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوو پروژو چارې پيل شوې.
د سمنگان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست رییس اخترمحمد مصباح وايي چې د دې پروژو کار (دوشنبه، د زمري ۲۰مه) د ایبک ښار او د خرم او سارباغ ولسوالیو کې پیل شوی دی.

کونړ له هغو ولایتونو دی چې شنې درې او ښکلي غرونه لري، هغه غرونه چې ډېر شمېر کورنۍ په کې د څارویو په ساتلو سره

ډېری وخت د ننګرهار په جلالاباد ښار او شاوخوا ولسوالیو کې فرهنګي مشاعرې جوړېږي چې پهکې ډېری ځوان شاعران او لیکوالان ګډون کوي.
دا پروګرامونه د ځوانو شاعرانو لپاره یو فرصت بلل کېږي، څو خپل ذوق او استعداد وځلوي او ترڅنګ يې، هغه خبرې د شعر په بڼه تر نورو ورسوي چې پر ساده الفاظو يې بيانول ورته ستونزمن وي.

په دې سروې کې له ټول افغانستان ۱۰۴۵ ښځو ګډون کړی چې د مېرمنو ترمنځ د پېرلو توان، د سپما، د عواید سرچینو او اقتصادي محدودیتونور کره او هر اړخیز تصویر وړاندې کوي. موندنې ښيي چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال د مېرمنو د پېرلو توان کم شوی او اقتصادي ناورین پر کورنیو ناوړه اغېزې کړې دي.

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت په دوه میلیونه افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.
د پکتيکا پوهنې رياست څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یوسفخېل ولسوالي کې د سیمې د خلکو لهخوا د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د يو ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړیږي.

د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سلاموطندار د سروې پایلې ښيي چې د سروې ۹۱سلنه ښځینه ګډونوالې، د خپلې او کورنۍ د اساسي اړتیاوو د برابرولو توان نهلري.
د سروې ۶۵.۱سلن بیا خپلې اساسي اړتیاوې برابرولی شي او ۲۶.۵سلنه هم په بشپړه توګه د دې وړتیا نهلري چې خپلې اړتیاوې برابرې کړي.

د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي، سږ کال دغه ولایت کې د انځرو حاصل ۱۳۵ زره ټنه اټکل شوی چې شاوخوا ۴۰ سلنه ډېروالی

بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې د راستنېدونکو افغانانو په اړه د یوناما د بشري حقونو څانګې د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، دغه راپور تر ډېره د غير معياري ميتودونو پر بنسټ جوړ شوی.
خبرپاڼه کې راغلي چې که یوناما د اذهانو مغشوشولو په تړاو د بېاساسه راپورونو خپرولو ته دوام ورکړي، پر وړاندې به یې اقدام وکړي.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد ذاهدجان احمدزی وايي، هڅه کوي له پاکستان او ایران څخه تازه راستانه شویو کډوالو ته د