
ذبیحالله مجاهد: څوک چې د هېواد ویجاړۍ لپاره هڅې کوي، دا هیله به ګور ته یوسي
د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد وايي، هغه کسان چې د هېواد ویجاړولو او نابودۍ لپاره هڅې کوي، دغه هیله به خپل ګور ته یوسي.
نوموړي هرات کې د پاشدان بند پرانېستې مراسمو کې د وینا پرمهال وویل چې هېواد کې د امنیت او اسلامي شریعت له پلې کولو وروسته، اقتصادي پروژې پليکول د حکومت لومړیتوب دی.














