
هلمند کې څه باندې ۱۸زره کیلوګرامه نشهيي توکي نیول شوي
د هلمند امنیتي مسوولان وايي، د نشهيي توکو پر ضد د عملیاتو په لړ کې په تېره یوه اونۍ کې باغران، موسیکلا او ناوهمېش ولسوالیو

د هلمند امنیتي مسوولان وايي، د نشهيي توکو پر ضد د عملیاتو په لړ کې په تېره یوه اونۍ کې باغران، موسیکلا او ناوهمېش ولسوالیو

د لوګر ازرې ولسوالي کې د تېرې ورځې او شپې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د سر او مال دروند زیان اوړلی. د ازرې ولسوالي

د کندهار مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه بهر ته د انځرو د صادراتو لړۍ پیل شوه.
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل نن (دوشنبه، اسد ۲۷) وویل، روان کال د لومړي ځل لپاره سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰۰ ټنه انځر له کندهاره صادر شول.

د خوست ولایت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نادرشاهکوټ ولسوالي اړوند نهو کلیو کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت ۹ بېلابېلې پروژې

د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، افغانستان دامهال د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدوي. اقتصادي معاونیت نن (دوشنبه، اسد ۲۷) یوه

افغانستان په وروستیو پنځو لسیزو کې ګڼ او ژور سیاسي تحولات لیدلي چې له سلطنتي نظام نیولې تر جمهوريپلوه، کمونستي، مجاهدین، جمهوریت او اوس هم اسلامي امارت، خو دې برخه کې تر ټولو ډېر زیان د افغانستان ځوان نسل ته رسېدلی.
د سرپرست حکومت د څلورم کال له پایته رسېدو سره هممهاله، سلاموطندار د افغانستان د تېرو ۵۰ کلونو د بدلونونو په بهیر کې د ځوانانو د ونډې په اړه یوه څېړنه کړې.

د برښنا شرکت دوو ازبیکستاني شرکتونو سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا لېږد د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د برښنا شرکت اجراييوي مشر عبدالباري عمر نن (یکشنبه، اسد ۲۶) کابل کې د دغو تړونونو د لاسلیک غونډې ته وویل، دغه هوکړې د دغه شرکت او د ازبیکستان د برښنا وزارت اړوند د «اوز انرژۍ او نیګو انرژۍ» شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي.

د کابل ښار په لوېدیځ کې د یوې ګڼېګوڼې سړک ترڅنګ یوې درې پوړیزې ودانۍ کې میزونه او څوکۍ په منظم ډول تنظیم شوي.
زدهکونکي او زدهکړیالان یې شاوخوا ته ناست دي او مطالعه کوي.
دا هغه کتابتون دی چې د دنیا په نوم یادیږي او یوه ځوان د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ کړی.
د دنیا کتابتون مسوول وايي، دغه کتابتون یې یو کال وړاندې د مطالعې لپاره د یوه معیاري ځای د برابرولو او د مطالعې فرهنګ ته د ودې ورکولو په موخه جوړ کړی.

د روان کال له پیل راهیسې د متحده ایالاتو د مرستو د بندیدو، د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستندېدو او د اقلیمي بدلونونو د اغیزو په ترڅ کې، په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.
ځینې مرسته کوونکې هېوادونه، هېواد کې د واکمنو چارواکو د مداخلې د اندیښنو له امله، د بشري مرستو د دوام په اړه کم لېواله شوي دي.

د غور پوهنتون چارواکي وايي چې د ۱۴ میلیونه او ۱۹۸زره ۵۸۶ افغانیو په لګښت د څلورو مهمو پروژو د بیارغونې چارې پیل شوې.

د کندهار ښار په پنځمه او لسمه ناحیو کې د ۴۰ بېوزلو، بېسرپرسته او معلولو وګړو کورنیو ته «وزې» ورکړل شوي دي.
دغه مرسته د افغانستان لپاره د پایښتلرونکي معیشت موسسې په تخنیکي همکاري شوې ده. د کندهار مالدارۍ امریت استازي حافظ حمیدالله سلاموطندار ته وویل، د نوملیکنې بهیر دوه میاشتې وړاندې پیل شوی و او اوس هرې مستحقې کورنۍ ته دوه-دوه وزې ورکړل شوې دي.

کاپیسا کې څارويلرونکې ښځې د څارویو د ناروغیو له زیاتېدو او د دوی وضعیت ته د مسوولانو له نهپاملرنې شکایت کوي. دغه ښځې چې مالداري

د لوګر ځايي چارواکي وايي، د لوړو زدهکړو وزارت رسمآ د دغه ولایت د لوړو زدهکړو موسسه پوهنتون ته ارتقا کړه. د لوګر پوهنتون مطبوعاتي

د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې سږکال به شاوخوا ۶۹زره زدهکوونکو ته قرطاسیه او ۲۸زره او ۸۴۸ سیټه د لومړي ټولګي کتابونه ووېشل شي.
د دې پروسې مالي لګښت یوې مرسته کوونکې موسسې پر غاړه اخیستی دی چې نن «شنبه، زمري ۲۵مه» یې د وېش په تړاو غونډه هم جوړه کړې وه.

د سرپل د شهدا او معلولینو چارو ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت ۶۰ معلولانو ته ۶۰ عرادې ویلچرونه او ۶۰زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې ده.
د سرپل د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، دغه مرسته د «اُمه» خیریه بنسټ په همکارۍ شوې.

د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وايي، دامهال په پنځو ولایتونو کې د لمریزې برښنا د تولید د شپږو سترو پروژو چې ټولټال د ۱۷۵ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري، چارې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند مطیعالله عابد وویل، افغانستان د لمریزې برښنا د تولید لوړ ظرفیت لري او دغه وزارت هڅه کوي چې دغه برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه راجلب کړي.