خوست کې په ۲۰۰زره ډالرو د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه

د خوست په تڼیو ولسوالي کې د کانونو ریاست تر چتر لاندې د ۲۰۰زرو امریکایي ډالرو په لګښت د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د خوست د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده کارخونه به په میاشتني ډول د ۱۵۰۰ ټنو کرومایټ ډبرو د پروسس ظرفیت ولري.

پنجشېر کې سږکال د توت ۱۳۸۴ مټریک ټُنه حاصلات راټول شوي

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال دغه ولایت کې یو زرو او ۳۸۴ متریک ټُنه د توت حاصل راټول شوي دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه حاصلات د ولایت له ۱۴۰۰ هکتاره ځمکې څخه ترلاسه شوي چې د شتل، عنابه، رخه او بازارک په سیمو کې د تورو او سپینو توتو پراخ باغونه لري.

مزارشریف کې په ۱۷ میلیونه افغانیو د یوه سړک د سفالت چارې پیل شوې

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د سفالت چارې پیل شوې دي.

د یادې پروژې چارې نن دوشنبه، وږي ۱۷مه پیل شوې چې ټول لګښت یې، د ښاروالي له‌خوا ورکول کېږي.

د مزارشریف د ښاروالي ویاند مصطفی محمدي وايي، دغه پروژه د ښار په څلورمه ناحیه کې پرمخ وړل کېږي او په‌کې به د ۸۰۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په پلنوالي سړک سفالت شي.

افغان ځوانان: رښتینې سوله د جګړې له بندېدو هم پراخه ده

د سپټمبر ۲۱مې د سولې نړیوالې ورځې په را نژدې کېدو سره، د هېواد له ۱۴ ولایتونو څخه ۳۰ ځوانانو د سولې د نوي تعریف په وړاندې کولو سره، هغه د جګړې له بندېدو هم پراخه بولي او د ټولنیز عدالت، کاري فرصتونو او د ښوونې حقونو پر تامین ټینګار کوي.

له دغو ځوانانو سره د «سلام‌وطندار» د شویو خبرو پایلې ښيي چې دوی اوسنیو شرایطو کې سوله نیمګړې بولي.

د هرات د بازارونو ۹۵سلنه سره زر دغه ولایت کې تولیدېږي

د هرات د زرګرانو ټولنې مسوولان وايي چې د دغه ولایت د بازار شاوخوا ۹۵سلنه ګاڼې کورنی تولیدات دی.

د هرات د زرګرانو ټولنې استازی عبدالاحد رحیمي وویل چې دامهال په دې ولایت کې له ۱۵۰ زیات د زرګرۍ کارخونې، د نوې ټکنالوژۍ له وسایلو څخه کار اخلي او په ورځنۍ کچه شاوخوا ۵ کیلوګرامه سره زر په ښکلي ګاڼو بدلېږي او بازار ته وړاندې کېږي.

د کندهار میوند کې په ۲۹۱زره ډالرو یو کانال ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی

د کندهار محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د میواند ولسوالي اړوند قباط سیمه کې د ۲۹۱زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو کانال جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه کانال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د ملګروملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

لوګر کې خرقې شریفې ته د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ودانۍ جوړېږي

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار کې حضرت محمد (ص) ته منصوبه متبرکه خرقې شریفې ته د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ودانۍ جوړېږي.

د یادې ودانۍ بنسټ ډبرې کېښودلو مراسمو کې د حج او اوقافو وزارت، د لوګر چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

پنجشیر کې د چهارمغز حاصلات ۱۵سلنه زیات شوي

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د تېرکال په پرتله سږکال د چهارمغز حاصلات په دغه ولایت کې ۱۵سلنه زیات شوي دي.

د یاد ریاست رییس فضل‌الله دیوبندي، سلام‌وطندار ته وویل، سږکال د چهارمغز حاصلات ۲۳۰ متریک ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې تېرکال ۲۰۰ متریک ټنه راټول شوي وو.

پکتيا کې د ۵۷ ميليونه افغانيو په لګښت پراختيايي پروژې پيل شوې

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولان وايي چې د پکتيا په ډنډپټان او ځاځي‌اريوب ولسواليو کې بيارغونې ۱۳ پروژې پيل شوې چې ټول لګښت يې ۵۷ ميليونه افغانی کېږي.

د یاد وزارت د سرحداتو د ارزونې مرستيال محمداسماعيل غزنوي د دې پروژو پيل مراسمو کې وويل چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د ډيورنډ فرضي کرښي سره پرتو ولسواليو اوسېدونکو ستونزو د حل لپاره يادې پروژې منظورې کړې دي.

پکتيا کې په ۵۷ ميليون افغانیو د پراختيايي پروژو چارې پيل شوې

د پکتيا ډنډپټان او ځاځي‌اريوب ولسواليو کې چې ډيورنډ فرصي کرښې سره پرتې دي د ۱۳ بيارغونې پروژو چارې پیل شوې چې ټول لګښت يې ۵۷ ميليون افغانۍ کيږي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسولان وايي، یادې پروژې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ډيورنډ فرضي کرښې سره د پرتو ولسواليو د اوسېدونکو د ستونزو حل لپاره منظور شوي.

خطر منل؛ «د دستګاه په روښانولو نه‌پوهېدم، خو اوس ۳۰کسان راسره کار کوي»

په مالوچو د کارول شویو او زړو پلاستیکي او رخت ټوټو بدلولو د بیاکارونې کارخونې مسوول عبدالجلیل جوشن وايي، دستګاه یې په ۸زره ډالره له چین څخه وارده کړې او هڅه کوي، نورو ته د کار برابرولو ترڅنګ، له کارول شویو څيزونو ګټه اخیستل دود کړي.