بادغیس کې ډاکټران:HPV ویروس د رحم سرطان د زمینې برابرولو ګواښ ډېر کړی

دوی د اندېښنو په څرګندونو سره وايي چې د یاد ویروس په اړه د عامه پوهاوي او واکسین نشتوالي، د رحم سرطان ته د زمینې برابرولو ګواښ ډېر کړی دی. د دوی په وینا، دغه ناروغي هغه مهال پېژندل کېدای شي چې وخت له وخته تېر وي او پرمختللې وي.

میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او پنځه ټپیان دي

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني مسوولان وايي چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوه جلا ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، لومړۍ ټرافیکي پېښه د سیداباد ولسوالي په «شنیز» درې سیمه کې د یوه ټېلر او پاسو ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان سولې، ثبات او هوساینې ته ژمن یوو

دار په غونډه کې څرګنده کړې چې افغانستان باید له انزوا څخه وژغورل شي او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې له شرط پرته بشري مرستې د افغانانو لپاره برابرې کړي، د سوداګرۍ او بانکي سیستمونو بیارغونه وکړي، سیمه‌ییزې اړیکې پراخې کړي او د نړیوالو ژمنو د تطبیق لپاره خبرې وکړي.

خوست کې ۱۶۹ شنې خونې جوړې شوې 

د خوست ولایت مقام څخه نن «چهارشنبه، تلې دویمه» په يوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، په تېرو دوو کلونو کې د ملګروملتونو د پرمختیايي پروګرام(UNDP)  په همکارۍ په یاد ولایت کې ۱۶۹ شنې خونې جوړې شوې دي.

هلمند کې دوو شرکتونو ۳۰۰۰ زده‌کوونکو ته قرطاسیه وېشلې

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د یوه منځني دولتي ښوونځي زده‌کوونکو ته د «بارک هلمند» او «فولاد صنعتي شرکت» له لوري د قرطاسیو مرستې ووېشل شوې.

د یادو شرکتونو مسوولان وايي چې دغه مرسته به یوازې په هلمند نه، بلکې د افغانستان په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم تر درې سوه زره زده‌کوونکو ورسېږي.

د تاجیکستان ولسمشر: نړیواله ټولنه دې د افغانانو مرستې ته راودانګي

د تاجیکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ ته په خپله وینا کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره، په ځانګړي ډول د وچکالۍ او وروستۍ زلزلې له اغېزمنو سره د مرستې لپاره چمتووالی لري.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۴،۶ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې له لوري له افغانستان سره څلور میلیونه او شپږ سوه زره ډالر مرسته شوې ده.

د دې پروګرام په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرسته به د ملګروملتونو د بشري مرستو د هوایي خدمتونو (UNHAS) د فعالیتونو او د ژغورونکو مرستو د لېږد په ځانګړې توګه د افغانستان لرې پرتو سیمو ت ولګول شي.

بهرمېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼې بیه له ۲۰۰ څخه ۵۰ ډالرو ته ښکته شوې

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې چارواکي وايي چې د بهرمېشتو افغانانو لپاره د پېژندپاڼو د وېش بیه راټیټه شوې ده.

یادېادارې نن (سهشنبه، د تلې لومړۍ نېټه) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پرېکړه د دې لپاره شوې، څو بهر مېشتو افغانانو ته د اسنادو د ترلاسه کولو په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د بدخشان تګاب ولسوالي کې خلک د پوهنې امریت لپاره ودانۍ جوړوي

د بدخشان چارواکي وايي چې د یاد ولایت د تګاب ولسوالي اوسېدونکي د دغې ولسوالي د پوهنې امریت لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې دي.

د بدخشان د پوهنې ریاست د نشراتو مسوول عبدالغني عابدي وایي، نوې ودانۍ به په پنځه بسوه ځمکه کې د خلکو په لګښت جوړېږي.

میدان‌وردګ کې له پاکستان او ایران څخه راستانه شویو سره نغدي مرسته شوې

د میدان‌وردګ د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولان وايي چې د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې (save the children) له لوري د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي کې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه راېستل شویو کډوالو سره نغدي مرسته شوې ده.