امیرخان متقي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پلاوي سره لیدلي

د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د محمد ابراهيم په مشرۍ د پاکستان جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کتنه کې ښاغلي متقي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پلاوو تګ راتګ مهم بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې مثبتې اړيکې د د ولسونو په ګټه وبللې.

کابل کې د تېلو بیو لوړوالي د موټرچلوونکو ژوند اغېزمن کړی

عبدالمومن چې په کابل ښار کې ټکسي چلوي، وايي: «زه په کابل ښار کې ټکسي چلوم، څه وخت کیږي چې د تېلو بیې لوړې شوې دي او موږ له ستونزو سره مخ یو. همدغه ټکسي زموږ د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو سرچینه ده او که د تېلو بیه لوړه وي، نو موږ ته هیڅ نه پاتې کیږي.»

د ګرځندوی نړیواله ورځ؛ انتونیو ګوترېش: د پرمختګ لپاره دې استفاده شي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوترېش، د «ګرځندوۍ نړیوالې ورځې» په مناسبت هېوادونو ته بلنه ورکړې چې له دې صنعت څخه د تحول، مقاومت، پایښت او پرمختګ لپاره ګټه واخلي.

ګوترېش نن (شنبه، تلې پنځمه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ګرځندوی نوې کارموندنې رامنځته کوي، سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړی کوي او د ټولنې په پراختیا کې مرسته کوي.

د سیمې څلورو هېوادونو افغانستان ته د امریکا د بېرته راتلو سره مخالفت کړی

د بګرام هوايي اډې بېرته ترلاسه کولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرله‌‌پسې څرګندونو وروسته، د روسیې، چین، ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو یوه ګډه بیانیه کې ویلي، افغانستان ته د امریکا بیرته ستنېدل به سیمه کې بې‌نظمیو ته لاره هواره کړي.

سمنګان کې د اوو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د کیک‌بوکسېنګ سیالي ترسره شوې

د سمنګان محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت په مرکز ایبک ښار کې د کیک‌بوکسینګ سیالي د هېواد د اوو ولایتونو د ۷۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.

دغه سیالي پرون (جمعه، تلې څلورمه) د شمال او شمال‌ختیځ ولایتونو ورزشکارانو په‌کې ګډون کړی وو.

د پنجشېر ۴۰۰ ځوانان د اسلامي امارت په اردو کې جذب شول

د پنجشېر محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت ۴۰۰ ځوانان د اسلامي امارت د دفاع وزارت د منظورۍ پربنسټ، د اسلامي اردو په لیکو کې جذب شوي دي.

د پنجشېر د والي ویاند، سیف‌الدین لتون، نن شنبه د تلې پنځمه «سلام‌وطندار» ته وویل چې یاد ځوانان به د لومړنیو پړاونو په بشپړولو سره د پنجشیر د جلب او جذب قومندانۍ له‌خوا د پنځه میاشتنۍ نظامي روزنې لپاره د اسلامي اردو ښوونیز مرکز ته ولېږدول شي.

خوست کې د کورنیو توليداتو او محصولاتو نندارتون پرانيستل شوی

خوست کې د کورنیو او محصولاتو څخه د ملاتړ او بازارموندنې په موخه نندارتون پرانيستل شوی چې درې ورځې به دوام وکړي. دغه نندارتون نن دوشنبه، تلې پنځمه، پیل شوی او تر راتلونکو درېوو ورځو به دوام وکړي.

ياد نندارتون چې د سيکارام احمدي د بازارموندنې شرکت له لوري د صنعت او سوداګری رياست سره په ګډه جوړ شوی موخه يې د هېواد کورنیو توليداتو او کرنیزو محصولاتو څخه ملاتړ او بازار پيدا کول دي.

افغان مېرمنې د اقتصادي شبکو په جوړولو سره په بازار کې خپله ونډه پیاوړې کوي

موندنې ښيي چې افغان مېرمنې یوازې د عاید ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د اقتصاد له لارې د خپل ټولنیز ځای د بیا تعریفولو په هڅه کې دي. دا نوښتونه ډېری وخت پرته له نړیوالو بنسټونو او د دولت له مستقیمې مرستې، د وړو پانګو او ټولنیزې همبستګۍ پربنسټ رامنځته شوي دي.

جلال‌اباد کې د هدیرې ځمکې کمښت؛ «خلک د بل چا مړي خپله هدیره کې نه‌پرېږدي»

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار چې د افغانستان په کچه یو له ګڼ نفوسو ښارونو شمېرل کېږي د ختیځو او د هېواد د نورو ولایتونو اوسېدونکو ترڅنګ پکې د یو شمېر نورو ولایتونو ډیری خلک هم اوسیږي او په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو تازه را ستانه شوي هم پکې مېشت شوي او تر بل هر وخت یې نفوس ډېر شوی.

خوست کې څلور روغتیایي مرکزونه او درې درملتونونه وتړل شول

د خوست ولايت مقام څخه نن ورځ پنج شنبه په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په خوست ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یو شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو. 

لوګر کې د نظامیانو له نوم د ناوړه استفادې او غلا په تور درې کسان نیول شوي

 د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وايي چې امنیتي او کشفي ارګانونو پل‌علم ښار کې دري کسان د ا.ا نظامیانو له نوم او نظامي وسایلو څخه د ناوړه ګټې‌اخېستنې او غلا په تور نیولي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، دا کسان د لوګر  امنیه قومنداني د یوه ځانګړي راپور له مخې، نیول شوې دي.

نرواکي او ناسم دودونه؛ هغه عوامل چې د ښځو د مالکیت حق یې اخیستی

 یوشمېر مېرمنو سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي چې د مالکیت حق په تړاو یې، پوهاوی کم دی او په وینا یې، ټولنه کې نرواکي او شته ناسم دودونه، دوی د مالکیت له حق څخه محرومې کړې دي.

دوی ټينګار کوي چې نارینه‌وو ته د مېرمنو تړاو او د مېرمنو د حقونو په اړه د معلوماتو نشتوالي، د مالکیت حق پر اخیستلو اغېز کړی دی.