
د افغانستان بانک تېرو څلور کلونو کې ۱۵ میلیارد زړې افغانۍ سوځولي
د افغانستان بانک مسوولان وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۱۵ میلیارده زړې افغانۍ له بازاره راټولې او سوځولې دي.
د افغانستان بانک ویاند، حسیبالله نوري نن (شنبه، تلې دولسمه) په یوه ویډیويي پیغام کې له هېوادوالو غوښتنه کړې چې د بانکنوټو په ساتنه او سم استعمال کې پام وکړي، څو تر ټاکلي وخت وړاندې لهمنځه لاړې نهشي.














