
ذبیحالله مجاهد: د بګرام اډه هېڅکله امریکا ته نه ورکوو
د اسلامي امارت ویاند افغانستان کې د بګرام هوايي اډې “بیرته نیولو” لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه په کلکه رد کړې.
ذبیحالله مجاهد سکاینیوز سره تازه مرکه کې ویلي، افغانان هېڅکله اجازه نهورکوي چې هر ډول شرایطو کې یې خاوره چا ته وسپارل شي.
هغه وویل: «د بګرام هوايي اډه به هیڅکله امریکا ته ونه سپارو.»














