
بدخشان کې دوو زدهکوونکو جېټالوتکه جوړه کړې
د بدخشان د وردوج ولسوالي دوو زدهکوونکو له لرې واټنه کنټرولېدونکې جګړهییزه جېټالوتکه جوړه کړې ده.
د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسانالله کامګار وايي، دغه زدهکوونکي چې واثقالله او ساحل نومېږي، د «سید نجمالدین واثق» لېسې زدهکوونکي دي او دا الوتکه یې د ډېرو لږو امکاناتو په مرسته طرحه او جوړه کړې.














