
بادغیس کې د بارانونو کمښت او اقلیميبدلون د پستې پر حاصلاتو منفي اغېز کړی
پسته د بادغیس له مهمو او مشهورو کرنیزو محصولاتو شمېرل کېږي چې د باغونو په جوړولو سره یې، د دې ولایت زرګونه کورنۍ خپلې اړتیاوې پوره کوي.
خو د ځايي اوسېدونکو په وینا، د بارانونو کمښت او اقلیمي بدلونونو په وروستیو کلونو کې د پستې پر حاصلاتو د پام وړ منفي اغېز کړی او تولید یې کم شوی دی.














