
د افغانستان بانک روان کال تردامهاله شاوخوا ۳میلیارد زړې افغانۍ سوځولي
د افغانستان بانک د روان ۱۴۰۴ کال له پیله تردامهاله بېلابېلو شاوخوا ۳ میلیارده زړې افغانۍ سوځولي او همدغه اندازه یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي.
دغه بانک له خلکو غوښتي چې د پیسو ساتلو ته جدي پام وکړي، څو له وخته مخکې زړې نهشي.
ورته وخت کې اقتصادي شنونکي له بازاره د زړو افغانیو راټول او له منځهوړل پرځای اقدام بولي.














