
افغانستان کې زلزله؛ د مړو شویو شمېر ۲۰ ته پورته شو
د اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت وياند، شرافتزمان امرخېل وايي چې نن (دوشنبه، د لړم ۱۲مه) شاوخوا د شپې يوه بجه په يوشمېر ولايتونو کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی دی.

د اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت وياند، شرافتزمان امرخېل وايي چې نن (دوشنبه، د لړم ۱۲مه) شاوخوا د شپې يوه بجه په يوشمېر ولايتونو کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی دی.

د افغانستان د برښنا شرکت اعلان کړی چې د اوزبیکستان وارداتي برښنا په دوو برخو کې، له نائباباد تر سمنګان او له خُلم تر پلخمري، پورې پرې شوې ده.

د هرات ولایت د نفتو او ګازو د امارتي شرکت مسوولان وایي، د نفتو د تخلیې او وېش بهیر د اسانتیا لپاره نن (دوشنبه، د لړم ۱۲مه) د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د نفتو د لویو زېرمو د جوړېدو چارې پیل شوي دي.

د پلعلم ښاروال مولوي محمدشاکر ثاقب د دغه کمپاین پرمهال خبریالانو ته وویل، د پلعلم ښاریانو او موټرچلوونکو د پرلهپسې شکایتونو، ټرافیکي ګڼېګوڼې او ښاري نظم ټینګښت په موخه یې پرېکړه کړې چې د ښار له واټونو، سړکونو او پياده رونو څخه غیرقانوني، هټۍ، غرفې، لاسي کراچۍ او موانعو لري کړي.

د بلخ روغتیايي چارواکي وايي چې بېګاه شپه دغه ولایت کې د شوې زلزلې له امله څلور کسان مړه شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال ځدراڼ نن دوشنبه، لړم دولسمه سلاموطندار ته ویلي چې د بېګانۍ زلزلې له کبله تراوسه د ابو علي سینا حوزوي روغتون ته د څلور کسانو جسدونه وروړل شوي دي.

د میدانوردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالي کې د لسګونه غوره ورزشکارانو ترمنځ وزلوبې سیالي وشوې.
د دغه ولایت له بدني روزې او ورزش امریت له لوري سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیالي د مرکزي بهسودو ولسوالي په «کوه بیرون» سیمه کې د ۲۴ چاپندازانو ترمنځ شوي دي.

د نږدې دوو میاشتو په تېرېدو کونړ کې د وږ میاشتې ۹مې مرګونې زلزلې ټکانونه لاهم د خلکو زړونه لړزوي. د شپې ناوخته دغې زلزلې په څو شېبو کې د زرګونه کورنیو ژوند یو مخ ور بدل کړ.
۴۲کلن بازمحمد چې د کونړ د څوکۍ ولسوالي دېوهګل دره کې د ګاګیزو تنګي د «شروکڅۍ» اوسېدونکی دی، د زلزلې پرمهال یې د کورنۍ ۳۳ غړي او هرڅه له لاسه ورکړي دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ادارې د رسنیو د دفتر مسوول ذبیحالله غوثيزاده وویل چې په دې پروژو کې (د ۵۰ متر مکعب په اندازه) د اوبو دوه ذخیزې، د ۱۲۰ شیردهنو او د ۱۳زره او ۵۰۰ متره پایپ غځونې جوړول شامل دي چې د دنګک او واراهو په کلیو کې پلي کېږي.

د هرات محلي مسوولان وايي، د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو واردات د تېرکال په پرتله پنځه برابره زیات شوي دي.
د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي د معلوماتو له مخې، هره ورځ نږدې دوه زره ټنه سوداګریز توکي، په ځانګړي ډول سمنټ او کاشي، د دې پټلۍ له لارې د هرات روزنک تمځای ته رسیږي.

د يادو درملو او توکو سوځولو پرمهال د پکتیا عامې روغتیا رییس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې یاد توکي دوی د اړوند ټيمونو لهخوا د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د مرکز ګردېز په ګډون له زرمت، احمدابا او ځينو نورو ولسوالیو کې له درملتونو او دوکانونو راټول او د يو ګډ پلاوي په شتون کې سوځول شوي.

د افغانستان او پاکستان د پلاویو ترمنځ د خبرو دویم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې پای ته رسېدلی او دواړو لورو پر اوربند او د راتلونکي پړاو د ناستې پر جوړېدو هوکړه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، د درېیم پړاو ناستې د ګټورې پایلې په اړه هیلهمندي څرګنده کړه چې په وینا یې، د پاتې موضوعاتو په تړاو به راتلونکې ناسته کې خبرې پرې وشي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولان وايي چې د دې ولایت د سلو صنعتي شرکتونو تولیدات نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.
د یادې خونې رئیس، عبدالناصر امین، ویلي چې د هرات اصلي صادراتي توکي چې پهکې د نخي تار، المونیمي لوښي، بېلابېل مشروبات، خوراکي مواد او اچار شامل دي، د اروپا، امریکا او اسیا هېوادونو ته صادرېږي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په همکاري، په غزني کې ۳۰ ممیزخونې او ۲۰ سړېخونې د پیازو او کچالو د ساتنې لپاره جوړې شوې دي.
دغه وزارت نن (شنبه، د لړم لسمه/د نومبر لومړۍ نېټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تاسیسات د لمر انرژۍ یا لمریزې برښنا پرمټ جوړ شوي دي. دا پروژې د غزني ښار تر څنګ د دهیک، اندړ، ناوه او مالستان ولسوالیو کې عملي شوې دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر په یو خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د تورخم دروازه نن شنبه چې د لړم مياشتې لسمې نېټې سره برابره ده، یوازې د راستنېدونکو کورنيو پرمخ پرانيستل کېږي.

د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په هېواد کې نهه هستوګنیز ښارګوټي د امارتي ملکیت په توګه تثبیت شوي دي.
دغه وزارت نن (شنبه، د لړم ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا ښارګوټي د تېرو درېوو کلونو په ترڅ کې د هغو ځانګړو محاکمو د پرېکړو له مخې امارتي ثابت شوي چې د غصب شویو دولتي ځمکو د قضیو د څېړلو لپاره جوړ شوې دي.

د «العربیه» د راپور له مخې، د غزې په سوېل کې د خانیونس ختیځې سیمې د شنبې سهار (د لړم ۱۰مه) د اسراییلي ځواکونو لهخوا بمبار شوي دي.
د اسراییلو پوځ د غزې ښار په ختیځه برخه کې د هستوګنیزو ودانیو د نړولو او چاودنو عملیاتو ته دوام ورکړی او د سیمې په فضا کې د بېپیلوټه الوتکو پراخ پروازونه لیدل شوي دي.