
له پاکستان څه باندې ۱۴زره افغانان راستانه شوي
له پاکستان څخه د ناقانونه افغانانو د ایستلو په لړ کې چارواکي وايي چې یوازې پرون چهارشنبه، لړم ۱۴مه، له دغه هېواده ۱۴زره او ۵۷۷ افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کسان له تورخم او سپینبولدک او د هلمند له بهرامچې څخه هېواد ته راغلې دي.














