
لوګر کې ۱۸ ښوونځي او دیني مدرسې بیارغول کېږي
۱۸ schools and religious seminaries are being rebuilt in Logar

۱۸ schools and religious seminaries are being rebuilt in Logar

پاکستان کې ژورې کندې ته د یوه مسافروړونکي «بس موټر» د لوېدو له امله ۲۵ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د پاکستان جیونیوز ټلوېزیون په یوه راپور کې ویلي چې دغه بس موتر له «هاوالي کاهوټا» څخه راولپنډۍ ته روان چې یوه پُل ته نږدې ژورې کندې ته لوېدلی دی.

د امربالمعروف وزارت سرپرست وايي، تېرو شلو کلونو کې افغان ښځې له خپلو حقونو محرومې وې او په وینا یې، ا.ا دوی ته حق ورکړی دی.
خالد حنفي دغه څرګندونې نن یکشنبه، وږي څلورمه فاریاب کې د دیني عالمانو په یوې غونډه کې کړې دي.

د لوړو زدهکړو وزارت مسوولان وايي چې دا مهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹زره او۹۹۱ زدهکړیالان پر زدهکړو بوخت دي.
د یاد وزارت دغه څرګندونې نن یکشنبه، وږي څلورمه، کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام» کې کړې دي. همداراز د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه اړوند مراجعو ته استول شوي دي.

که څه هم افغانستان کې اوس ژمی دی او د کابل په ګډون باید ډېری سړې سیمې پر سپینو واورو پوښلې وې، خو دغه هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال ګڼو سیمو کې هغه ډول چې باید اورښتونه شوي وای، واوره او بارانونه نهلیدل کېږي.

د سرپرست حکومت مسوولان د ګاونډیو هېوادونو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې له افغانستان څخه د نشهيي توکو قاچاق زیات شوی دی.
په وروستیو کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لهخوا ادعاوې شوې چې افغانستان څخه د نشهيي توکو تولید او قاچاق ډېر شوی دی.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولان سلاموطندار ته وايي، د یوې شپې او ورځې پرمهال د افغانستان پر فضا نږدې ۲۶۰ الوتنې کېږي.
د یاد وزارت ویاند امامالدین احمدي وویل، پخوا د افغانستان پر فضا له ۱۱۰ څخه تر ۱۲۰ پورې الوتنو، الوتکې کولې، خو اوس یې، شمېر ډېر شوی دی.

د سمنګان د کرنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال د بادام حاصلات ۲۰سلنه زیات شوې دي.
د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالخلیل کریمي وايي، د یاد ولایت د مرکز، حضرتسلطان، خُرم او سارباغ ولسوالیو بڼوالو سږکال ۲۲۸۰ ټُنه بادام راټول کړې دي.

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت مسوولان وايي چې تېر یوه کال کې د هېواد په کچه یو میلیون، ۵۲۵زره او ۴۰۰ کسانو ته د څښاک پاکو اوبه برابرې شوې دي.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن شنبه، وږي درېیمه کابل کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

ټاکل شوې چې د امو نهنګان او بندامیر ښاماران کرېکټ لوبډلې نن شنبه، وږي درېیمه د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو پایلوبه وکړي.
دغه سیالي به نن غرمه ۱۲:۰۰ بجې پیل شي. بندامیر او امو دواړو روان لیګ کې اته-اته لوبې وکړې چې پنځه-پنځه لوبې وګټلې او درې یې وبایللې.
وروستیو لوبو کې د امو نهنګان لپاره فضلالحق فاروقي ښه ځلېدلی او ښامارانو لپاره بیا صدیق اتل ډېرې منډې جوړې کړې دي.

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مقر اوسېدونکي په خپل لګښت یو ښوونځی جوړوي.
د دوی په وینا، ټاکل شوې دغه ښوونځی د مقر ولسوالي په عزتکلا کې په څلورنیم میلیونه افغانیو د خلکو له لوري جوړ شي.

یوشمېر هېوادوال د انټرنېټ د لوړې بیې او ټیټ کیفیت په اړه شکایت کوي او وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان انټرنېټ د پرتلې وړ نهدی.
د هرات اوسېدونکی عزیزاحمد په هېواد کې د انترنېټ ټیټ کیفیت په اړه وايي، انټرنېټ د خپلو خپلوانو د پوښتنې لپاره چې په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي، کاروي، خو د ټیټ کیفیت له امله نهشي کولای سمې اړیکې ورسره ټینګې کړي.

په بغلان او سمنګان کې یوشمېر ښځې په دغو ولایتونو کې د سردرد ناروغي زیاتېدو اندېښمنې کړې دي. دوی وايي، د ښځو وزګارتیا او په

د شپږیزې کرېکټ لیګ روان نهم پړاو سیالیو په لړ کې نن پنجشنبه، وږي لومړۍ نېټه دوه لوبې وشوې چې لومړۍ لوبه کې سپینغر پړانګانو لوبډلې مېسعینک اتلانو لوبډلې ته ماته ورکړه.
په دویمه لوبه کې بیا بندامیر ښاماران لوبډلې د ۱۲ منډو په توپیر بُست ساتونکي لوبډله له مخې پورته کړه.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلاموطندار ته وايي چې متحده عربي اماراتو هغه هېواد کې د اسلامي امارت سفیر په توګه د بدرالدین حقاني باورلیک منلی دی.
فطرت زیاته کړه چې قزاقستان هم پلازمېنه استانه کې محمدرحمان رحماني د سرپرست حکومت د سفارت د شارژدافیر په توګه منلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکټور د یوشمېر استازیو په ګډون نن پنجشنبه، وږي لومړۍ نېټه، د «افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ» په نوم د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پرانیستل شو. د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونسمومند وايي، تر دې وړاندې افغانستان له ۸۰سلنې ډېر واردات لرل چې په وینا یې، دامهال افغانستان ۲۵ سلنه پر وارداتو تکیه کوي.