د افغانانو واده کې شخړه؛ پنځه الماني پولیس ټپیان شوي

د المان په «ووپرتال» ښار د افغانانو په یوه واده کې د شخړې له امله د یاد هېواد پنځه پولیس ټپیان شوې دي.

د ډویچه‌وله د راپور له مخې، دغه پولیس د سوک، لغتو او غاښ‌لګولو له امله برسېرن ټپیان شوې دي. په راپور کې د پولیسو له خولې ویل شوي چې دې نښته کې د واده څلور مېلمانه هم ټپیان شوي چې سیمه کې یې، پروخت درملنه شوې.

افغانستان باید د اړتیا وړ یونیم میلیون میټریک ټن غنم له بهر وارد کړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، د روان لمریز کال پرمهال هېواد کې پر ۲،۱۴ میلیون هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې ترې ۵ میلیونه مټریک ټنه غنم ترلاسه شوي او د تېرو کلونو په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د رغنیزو پروژو ساتنې ته نه‌پام؛ لښکرګاه ښاروالي: اړ یوو یوه پروژه څو ځلې پلې کړو

د لښکرګاه ښاروالي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د میلیونونو افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کوي، خو په وینا یې، د یوشمېر ښاریانو د نه‌پاملرنې په دلیل د ښار ډېری رغول شوې برخې تر لنډې مودې وروسته بیرته خرابېږي.

میدان‌وردګ کې په ۲۰ میلیونه افغانیو یو جومات جوړ شو

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۰ میلیونه افغانیو پر ارزښت یو جامع جومات جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

د میدان وردګ د والي ویاند وحید‌الله سروري سلام‌وطندار ته وویل، مرکز میدان‌ښار کې د یوه شخصي کس حبیب‌الله جانبدار په مالي ملاتړ د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د «صوفي شازمان» په نوم جومات جوړ کړی دی.

پکتيا کې د ۱۰۰خرواره لرګیـو د قاچاق مخه نیول شوې

پکتیا کې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د شاوخوا ۱۰۰ خرواره سوند لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې.

د یاد ولایت امنيه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د قومنداني اړوند، د شنې قطعې ځواکونو له لورې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو سیمو کې د ١٠٠ خرواره سوند لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې.

ټولنیزو فعالیتونو کې په داوطلبانه توګه د ځوانانو د ګډون کچه کمه شوې

سلام‌وطندار د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له ۷۰ نجونو او هلکانو سره په رضاکارانه توګه ټولنیزو پروګرامونو کې د دوی د ګډون ارزونې په موخه سروې کړې چې د یادې سروې پایلې ښيي، ډېری دې پروګرامونو کې د ځوانانو ونډه کمه شوې. د سروې د پایلو پر بنسټ د تېرو درېوو کلونو پرمهال یوازې یوه کس په خپله خوښه ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه اخیستې.

د پکتیا روحاني بابا کې په لومړي ځل مشاعره جوړه شوه

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په روحاني بابا ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره مشاعره جوړه شوه.

دغه مشاعره چې د یادې ولسوالي په شاهي کوټ دره کې جوړه شوه، په‌کې ځايي چارواکو، شاعرانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

هلمند کې یوه شرکت په ۳۰۰زره ډالرو د ټکسي خدمات پیل کړل

هلمند کې د لومړي ځل لپاره یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت د ۳۰۰ زره امریکايې ډالرو په ارزښت د اطرافي ټیکسي خدمات پیل کړل.

د دغه شرکت مسوولان وايي چې دغه ټکسي په جي‌پي‌اېس سېسټم ترڅنګ د افغانستان ټرافیکي قوانیو سره سم، له ټولو ټرانسپورټي خدماتو برخمنې دي.

له ۸ تر ۹زره افغانان بهرنیو هېوادونو کې بندیان دي

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان وايي چې دا مهال د ګاونډیو هېوادونو په ګډون بهرنیو هېوادونو کې له ۸ تر ۹۰۰۰ افغانان بندیان دي.

د یادو بندیانو ډېری برخه د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي چې د زندانونوچارو د سمون ادارې مسوولانو په وینا، شاوخوا ۱۱۵۸ بندیان له دغه هېواد افغانستان ته رالېږدول شوې دي.

متقي: هېوادونه دې د ګډو ګټو پر بنسټ له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د جمعې په ورځ په کامرون کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۰مه غونډه کې له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه د دغه سازمان له غړیو هېوادونو وغوښتل چې د ګډو ګټو پر بنسټ دې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او پرمختیايي اړېکې پراخې کړي.

افغانستان او ترکمنستان څو اقتصادي قراردادونه لاسلیک کړي

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري ترکمنستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره څو اقتصادي قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان او هند ګډې یا ټاپي پروژه، د ۵۰۰ کیلوولټه برښنا د لیکې (TOP) پروژه او د تورغونډۍ-هرات اورګاډي پټلۍ لپاره د لازمو تاسیساتو جوړول په دغو قراردادونو کې شامل دي.