«موږ یې ودرولو او ډزې یې پیل کړې»

«دوی موږ په قطار کې ودرولو؛ موږ غوښتل چې لاندې لاړ شو، ودرولو، زموږ  تیلیفونونه یې، ټول کړل؛ وروسته یې موو یوه ځای کې ودرولو او وویل چې له تاسو عکس اخلو. موږ یې، قطار ودرولو؛ یوه کس ویډیو کوله او درېوو نورو ډزې شروع کړې.» دا د مختار د خبرو یوه برخه ده. مختار د دایکندي د پېښې له ټپیانو څخه دی چې اوس د یاد ولایت، په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د خښتوبټیو کې کار؛ ۱۰کلنه نورزیه: مور ته ژاړم لاس او پېښې مې درد کوي

خوبولې څېرې، وچې شونډې او ببر وېښتان هر سهار  له لمر خاته وړاندې د مور په غږ له خوبه راپاڅېږي. هغه کوچني ماشومان چې لا یې، د ژوند یوه لسیزه هم نه‌ده تېره کړې، د لمر تر لوېدو پورې پر هغه مزدوۍ بوخت وي چې پور یې، تر ګټې ډېر دی. ۳۵کلنه شهناز وايي، زامن یې کوچني دي او د درنو کارونو کولو توان نه‌لري، خو بې‌وزلي دې کار ته اړ کړې.

دایکندي کې د ۱۴کسانو وژنه؛ مجاهد: د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼوو

د سرپرست حکومت مسوولانو د غور او دایکندي ترمنځ پر لویه لاره د ۱۴ کسانو وژنه وحشیانه کړنه بللې او هغه یې په کلکو ټکو غندلې.

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبېح‌الله م.ج.اهد نن جمعه، وږي ۲۴مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ا.ا.ا دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي او ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.

د ټاپي پروژې پیل؛ د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه‌والي ته هیله‌مندي ډېره شوې

افغانستان کې د ټاپي سترې پروژې چارو پیل‌ سره هم‌مهاله یادې پروژې هېواد کې د کاري زمینو رامنځته‌کېدو ته د افغانانو هیله‌مندي زیاته کړې.

دغه پروژه دوه ورځې وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت او د ترکمنستان لوړوپوړو چارواکو له‌ خوا په رسمي توګه پرانېستل شوه.

ا.ا: د افغانستان په اړه د م.م د بشري حقونو شورا غونډه یواړخیزه ده

ا.ا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۷مې غونډې پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو، په تېره د ښځو د وضعیت په اړه د اندېښنو له څرګندولو وروسته دا غونډه او په‌کې د افغانستان په اړه وړاندې شوي راپورونه یواړخیز بولي.
د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په یاده ناسته کې یادې شوې شوې اندېښنې د سرپرست حکومت لپاره د منلو وړ نه‌دي.

بدخشان کې د ښځو له لوري د خپلسرو درملو کارېدو په اړه د ډاکټرانو خبرداری

که څه هم بدخشان کې یوشمېر ښځې وايي چې د اقتصادي ستونزو او عامه پوهاوي نه لرلو له کبله په خپل سر درمل خوري، خو ډاکټران خبرداری ورکوي چې د خپلسرو درملو کارول بدې پایلې لري.
د بدخشان اوسېدونکې فریده او جاوېده وايي، ښځې، په تېره امېندواره مېرمنې په دغه ولایت کې په خپل سر درمل خوري.

له ۲۲ ښځینه کارګرانو سره مرکې؛ «تنخوا مو کمه او نامناسب چلن راسره کېږي»

له ۲۲ ښځینه کارګرانو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې دا ښځې د خلکو په کورونو کې له سختو کارونو سره سره لږ تنخوا اخلي او د کار خاوندانو له لوري ورسره نامناسب چلن کېږي. دوی وايي، د سختو اقتصادي ستونزو له کبله یې درنو کارونو ته مخه کړې، خو کمه تنخوا یې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

لغمان کې «یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار» په ۱۸ میلیونه افغانۍ یو ټولنیز مرکز جوړ کړی

لغمان کې د ملګروملتونوملتونو عالي کمېشنري «یواېن‌اېج‌سي‌ار» د کډوالو او بېرته راستنېدونکوچارو ریاست چوکاټ کې د ۱۸میلیونه افغانیو په لګښت د هر اړخیزه خدمتونو د چمتوکولو ټولنیز مرکز جوړ کړی دی. هغه زیاته کړه چې یاد مرکز به د کډوالو ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي چې په‌کې به نابینایانو ته زده‌کړې ورکول کېږي.

بلخ کې راستنو شویو ته په ۴۴ میلیونه افغانۍ ۱۲۵ کورونه جوړېږي

د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولان وايي، د هغو ۱۲۵ کورنيو لپاره چې په دې وروستيو کې له ايران او پاکستانه دغه ولايت ته راستنې شوې، د ۱۲۵ کورونو د جوړولو چارې پيل شوي دي.

د مسوولانو په وينا، د دغو كورونو پر جوړولو څه باندې ۴۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې «یوان‌اچ‌سي‌ار» له‌خوا ورکول کېږي.

خوست کې په ۹۳زره ډالرو د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې په شاوخوا ۹۳زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د یاد ولایت د شمل‌خرم فرعي سينديزې حوزې مسوولان وايي، دغه کانال د اسماعيل‌خېلو مندوزيو ولسوالي اړوند د «ارخېلو» په سيمه کې يې چارې پيل شوې.

میدان‌وردګ کې د «هېواد تولید، د هېواد ویاړ» په نوم نندارتون جوړ شو

د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکز میدان‌ښار کې د «هېوادتولید، د هېواد ویاړ» په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ کړی.

جوړي شوي نندارتون کې د چارو ادارې ریسس، د سوداګرۍ وزارت مرستیال، محلي چارواکو او سوداګرو ګډون کړی.

د سوېلي‌افریقا پر وړاندې د لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

په اعلان شوې لوبډله کې حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل وېکټ‌ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، ننګیال خروټی، الله محمدغضنفر، بلال سمېع، فضل‌الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.