بلخ څخه اوزبیکستان ته ۲۵۰ ټُنه کچالو صادر شوي

بلخ کې چارواکي وايي چې له دغه ولایت څخه د لومړي ځل لپاره د فومېکېشن له لګښت پرته اوزبیکستان ته ۲۵۰ ټُنه کچالو صادر شوي دي.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۵۰ ټُنه کچالو په لسو باروړونکو موټرو کې پرون سه‌شنبه، وږي ۲۷مه د حیرتان بندر له لارې اوزبیکستان ته لېږدول شوې دي.

تقاعد شوې مېرمن: د ژوند اړتیاوې مې د جامو وېنځلو په پیسو پوره کوم

۴۵کلنه رونا چې د تقاعد پر پیسو به یې، د کور کرایه او د خپلو اولادونو اړتیاوې برابرولې، اوس اړ ده چې د نورو په کورونو کې د جامو وېنځو له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کړي.

رونا د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او خاوند مړ شوی دی. دې شاوخوا لس کاله په ښوونځیو کې د ښوونکې په توګه دنده کړې او پنځه کاله وړاندې تقاعد شوې.

د کورنيوچارو وزارت لومړی مرستیال: د ولس مشورو ته اړتيا لرو

د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال محمد نبي عمري وايي چې سرپرست حکومت د ولس نېکو او ښو مشورو ته اړتيا لري.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، وږي ۲۷مه، خوست ولایت کې د پخواني جهادي قومندان جلال‌الدين حقاني په ياد جوړې شوې غونډې کې د وینا پرمهال کړې دي.

هلمند کې ۴۰ ښوونځي جوړ او بیارغول کېږي

هلمند کې د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۴۰ ښوونځي جوړ او بیارغول کېږي.

دغه ښوونځي د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ شوي وو او زده‌کوونکو به یې، تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کولې.

ایران کې افغان کډوال: پولیس راڅخه پیسې اخلي او وهل‌ټکول کېږو

ایران کې افغان کډوال دغه هېواد کې د وروستیو اوونیو پرمهال د دوی پر وړاندې د حکومتي چارواکو چلند او څرګندونو اندېښمن کړې دي.

دوی وايي، د بې‌اسناده افغانانو ترڅنګ هغه افغانان هم ځورول کېږي چې قانوني اسناد لري.  دوی په وینا، د بې‌اسناده کډوالو ترڅنګ قانوني کډوال هم د ایران د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول کیږي او ځورول کېږي.

تېرکال د هېواد له تاریخي  او تفریحي سیمو ۹زره بهرني سیلانیانو لیدنه کړې

د تېر یوه کال پرمهال د هېواد له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو څخه شاوخوا ۹زره بهرنیو او ۹ میلیونه کورنیو سیلانیانو لیدنه کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي چې دغه بهرني سیلانیان تېرکال افغانستان ته راغلي او په وینا یې، سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، په سیاحتي سیمو کې د معیاري هوټلونو د جوړولو چارې هم روانې دي.

د علومو اکاډمۍ تېرکال ۳۴ کتابونه چاپ کړي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، ۳۴ بېلابېل کتابونه چاپ کړي او ۲۵ نور ژباړل شوې دي.

دغه څرګندونې نن دوشنبه، وږي ۲۶مه کابل کې د علومو اکاډمۍ مسوولانو د خپلو یوه کال لاسته‌ راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي. علومو اکاډمۍ په تېرکال کې د علمي څېړنو ۳۷ پروژې بشپړې کړي او ۲۰۸ نورې بیا تر کار لاندې دي.

د پکتيا «مرکزي زندان» کې مشاعره جوړه شوه

پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکزي زندان کې د زندانيانو تفرېح لپاره مشاعره جوړه شوې. یاده مشاعره چې بېګاه «یکشنبه، وږي ۲۵مه» جوړه شو وه، ګڼو شاعرانو، ليکوالانو او عامو خلکو په‌کې ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار سروې؛ ۸۱.۳سلنه ګډونوال د څو وادونو مخالف دي

په اسلامي ټولنه او افغانستان کې له یوه ډېر وادونه له پخوا راهیسې دود دی او ډېری سیمو کې هم دود دی. د وروستیو کلونو پرمهال د څو وادونو مسله د ټولنیزو، فرهنګي بدلونونو او عامه پوهاوي تر اغېزو لاندې راغلې او په دې تړاو د نوي نسل اند بدل شوی دی. په سروې کې کاپیسا په ۱۳.۳ سلنه تر ټولو ډېر او نورستان بیا ۰.۱سلنه تر ټولو د کم شمېر ګډونوال لري.

لغمان کې په ۸ میلیونه ډالرو د شاهي‌کانال د لومړي فاز د جوړېدو چارې پیل شوې

لغمان کې د اته میلیونه ډالرو په لګښت د شاهي‌کانال د لومړي فاز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یادې سترې اقتصادي پروژې د چارو پیل اړوند مراسمو کې د اوبو او انرژۍ سرپرست ملا عبدالطیف منصور سربیره، د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار ډاکټر فاروق اعظم او د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني او نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي

د میدان‌ وردګ ولایت محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوې دي.

یاده پېښه نن یکشنبه، وږي ۲۵مه د یاد ولایت د مرکز میدان‌ښار اړوند په «توروتېږو» سیمه کې د یوه فېلډر او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.