له سوالګرۍ نیولې تر ټولنیزو محرومیتونو؛ افغانستان کې د جوګیانو وضعیت ته کتنه

د جوګي قوم نږدې ۳۰۰ کورنۍ د افغانستان د پلازمېنې په خیرخانې کوتل کې د ژوند له لومړنیو امکاناتو پرته تر خیمو لاندې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
د جوګي قوم ښځې او نجونې له سختې بې‌وزلۍ، ټولنیز توپیري چلن، روغتیايي او د زده‌کړو خدمتونو ته نه لاسرسی، په کم عمر کې ودېدو او نورو بېلابېلو ټولنیزو فشارونو سره مخامخ دي.

روزګان کې د وروستیو شپږو میاشتو سېلابونو ۲۰۰۰ استوګنیز کورونه ویجاړ کړي

د روزګان د چورې ولسوالي اوسېدونکی ولي‌جان چې ۵۵ کلن دی وايي، سېلابونو یې شپږ میاشتې وړاندې کور نړولی، خو لا یې وسه نه لري چې بېرته یې جوړ کړي. هغه له سرپرست حکومت او نورو خیریه بنسټونو غوښتنه کوي چې د کور جوړېدو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

بدخشان کې یوه غونډۍ ښویېدلې او درې کسان په‌کې مړه شوي

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر حکمت‌الله محمدي وايي، د وږي په ۲۹مه، د پنجشنبې ورځ غرمه مهال شاوخوا دولس بجې د دغه ولایت په خواهان ولسوالي کې د خاورو یوه غونډۍ را ښویېدلې چې له کبله یې درېوو کسانو خپل ژوند بایللی دی. د معلوماتو له مخې، قربانیان د خواهان ولسوالي د خم‌بهار او دو درګي سیمو اوسېدونکي دي.

لوګر کې به زرګونو څارویو ته د لمپي‌سکېن ضد واکسین ورکړل شي

د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام یاFAO د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو کې زرګونو لویو او وړو څارویو ته د لمپي‌سکېن په نوم د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین پیل کړی دی.

د کابل ډاکټران: د ناطبیعي زېږون کچه لوړه شوې ده

یوشمېر میندې په کابل کې د ناطبیعي زېږون د کچې له لوړې سره هم‌مهاله وايي، ناطبیعي زېږون د طبیعي زېږون هغومره سختي نه‌لري او همدا لامل دی چې په کابل کې یې کچه لوړه شوې ده.
خو نسیمه چې د ناطبیعي زېږون تجربه لري وايي، د طبیعي زېږون په پرتله د ناطبیعي هغه سختي کمه ده. په کابل کې د نسايي‌-‌ولادي څانګې ډاکټره لطیفه زاهد وايي، اوس د پخوا په پرتله د ناطبیعي زېږون کچه لوړه شوې ده.

سراج‌الدین حقاني: ارام افغانستان پر افغانانو د چا نه‌لورېږي

د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني وايي چې افغانستان کې امن ټينګ شوی او دا امن پر افغانانو د چا نه لورېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د پکتیا سیدکرم ولسوالي کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي. هغه د سيدکرم ولسوالي اوسېدونکو ته ژمنه ورکړه چې يادې ولسوالي ته برښنا ورکړه او ځینې نورې پروژې به په نږدې ورځو کې پیل شي.

بهرنیوچارو وزارت: د بندیزونو لرې‌کولو برخه کې پرمختګ شوی

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د سرپرست حکومت د اغېزناکه ډیپلوماسۍ په رڼا کې د بندیزونو د لرې‌کولو او له تورنوملړ څخه د یو‌شمېر افغان چارواکو د نومونو اېستلو برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د یاد وزارت مسوولان دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه، وږي ۲۹مه کابل کې د خپلو یو کلونو لاسته‌راوړنو د تشرېح‌ پروګرام کې کړې دي.

پکتيکا کې په ۷ ميليونه افغانۍ د دوو چک‌ډېمونو چاري بشپړې شوې

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شاوخوا اووه میلیونه افغانۍ د دوو چک‌ډېمونو چارې بشپړې شوې دي.

د پکتيکا ولايت مقام څخه نن پنج‌شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د خوشامند ولسوالۍ لوی زموک چک‌ډېم او د وړممی ډمزکي چک‌ډېم د شاوخوا ۷ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوې دي.

لبنانو کې د مخابراتي وسایلو چاودنه؛ لږترلږه ۲۰کسان وژل شوي او ۴۵۰ ټپیان دي

د لبنان هېواد د روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دغه هېواد کې د مخابراتي وسایلو په چاودنو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۵۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، پرون چهارشنبه، سپټمبر ۱۸مې راهیسې لبنان کې تر ډېره د حزب‌الله د غړیو په مخابراتي وسیلو کې چاودنې شوې دي.

کارپوهان: د منځنۍ اسیا هېوادونه د اقتصادي لاملونو لپاره نړۍ سره د ا.ا تعامل غواړي

د منځنۍ اسیا د یو‌شمېر هېوادونو او جرمني چارواکو په قزاقستان کې د یوې غونډې پرمهال د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

یاده غونډه چې پرون سه‌شنبه، وږي ۲۷مه جوړه شوې وه، په خبرپاڼه کې یې، له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټينګار شوى دی.

د خاوند غچ؛ روزګان کې یوې مېرمنې خپل ورور وژلی

د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوې مېرمنې خپل ورور د توپانچې په وسیله وژلی دی.

پېښه تېره ورځ د یاد ولایت د دهراود ولسوالي بازار سیمه کې رامنځته شوې او لامل یې هم، د ښځې له‌خوا له خپل ورور د خاوند غچ اخیستل بلل شوي دي.

د میرویس اشرف او نصیب‌خان کاري مودې وغځول شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د یاد بورډ مشر میرویس اشرف کاري موده د راتلونکو درېوو نورو کلونو لپاره غځول شوې.

کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، وږي ۲۸مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د رییس‌الوزرا د ۸۲۰مې ګڼې حکم پر بنسټ، د افغانستان کرېکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف کاري موده د یوې بلې کاري دورې (۳کلونو) لپاره غځو شوې.

پکتيکا کې په ۶.۵ ميليونه افغانۍ د یوه مسلخ د جوړېدو چارې پيل شوې

پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره په ۶.۵ میلیونه افغانۍ د یوه معیاري مسلخ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د پکتيکا ولايت مقام څخه نن « چهارشنبه، وږي ۲۸مه» سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه مسلخ د ښرنې ښاروالي ریاست په مالي لګښت جوړېږي.