برېکس غونډه کې د ا.ا د ګډون غوښتنه؛ کارپوهان: اقتصادي او سیاسي ګټې لري

د روسیې دولتي خبري اژانس «ریانووستي» له‌خوا په خپور شوي یوه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال ته په یوه لیک کې د برېکس جوړېدونکې غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې. دا ډله روان کال د مصر، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب سره پراخه شوه.

کندوز کې په  ۴۵۰زره ډالرو یو روغتیايي مرکز جوړېږي

د کندوز محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري له‌خوا په ۴۵۰زره ډالرو یو روغتیايي مرکز جوړېږي.

دغه روغتیايي مرکز د کندوز د چهاردرې ولسوالي په نواباد کلي جوړېږي. افغانستان کې د یو‌اې‌‌اېچ‌سي‌ار سیمه‌ییز دفتر مسوول عرفات جمال وايي چې د یاد روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به د سیمو شاوخوا اووه زره خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

هلمند کې د خپلې مېرمنې قاتل نیول شوی

هلمند کې محلي چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو له لوري هغه کس نیول شوی چې خپله مېرمن یې، په کاڼو وژلې وه.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته وايي، یاد کس د سنګین ولسوالي ساروان کلا سیمه کې نیول شوی دی.

کابل ښاروالي: هر څوک کولای شي تر ۱۰ پوړه ودانۍ جوړې کړي

د کابل ښاروالي مسوولان وايي پلازمېنه کابل کې د ودانیو جوړولو کار ته اجازه ورکړل شوې او هر کس کولای شي، له یوه تر لس پوړه ودانۍ جوړه کړي.

د مسوولانو په وینا، د ودانۍ جوړونکي کس د ملکیت تثبیت باید شوی وي او د کابل ښاروالي اجازه‌لیک هم ترلاسه کړي.

هرات کې یوه زده‌کړیال موټر جوړ کړی

هرات کې د روح‌الله عزیزي په نوم یوه زده‌کړیال د ۵۳۰زره افغانیو په لګښت یو موټر جوړ او نندارې ته وړاندې کړی دی.

روح‌الله عزیزي چې د انجینیري پوهنځي د دویم کال زده‌کړیال دی، وايي، د رباتونو او ماشینونو جوړولو سره یې، لېوالیتا ډېره ده او په وینا یې، دغه موټر یې د څلور میاشتو په موده کې جوړ کړی دی.

زابل کې تېرکال خلکو په ۲۵ میلیونه افغانۍ اته پُلونه جوړ شوي

د زابل امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په شخصي لګښت په ۲۵ میلیونه افغانۍ اته پُلونه جوړ شوې دي.

د زابل ارغنداب ولسوالي امنیه قومندان حاجي نورلله صدیقي وایي، دغه پُلونه د امنیه قومنداني په همکاري او د خلکو په مالي ملاتړ تېرکال جوړ شوې دي.

تېرکال هېواد کې څه باندې یو میلیون مېګاواټه برښنا تولید شوې

د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولان وايي چې د تېرکال پرمهال هېواد کې یو میلیون، ۲۰۶زره او ۶۷۱ مېګاواټه برښنا تولید شوې ده.

د یاد ریاست مسوولانو په وینا، له دې سربېره د تېرکال پرمهال ۵ میلیونه ۶۷۲زره او ۷۹۶ مېګاواټه برښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته وارده شوې.

د غلام‌خان لارې بندېدل؛ سوداګر د میلیونونه افغانیو زیان سره مخ دي

خوست کې د غلام‌خان بندر د کمېساري مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د شوې جګړې له امله دغه لار له تېرو دوو ورځو راهیسې تړلې.

د غلام‌خان بندر کمېسار مولوي بهايي‌‌جان بلال «شنبه، وږي ۳۱مه» سلام‌وطندار ته وویل چې لاره د وړمې شپې جګړې له کبله تړل شوې.

افغان ځوانانو کې د شکر، زړه او هډوکو وراستېدو په څېر ناروغۍ په ډېرېدو دي

سلام‌‌وطندار هېواد کې د ځوانانو ترمنځ د «عمرخوړلو کسانو» اړوند ناروغیو ډېرېدو په اړه له ۲۹ ځوانانو او پنځو ډاکټرانو سره مرکې کړې دي.

دغه ۲۹ ځوانان پر هغو ناروغیو اخته دي چې د عمر لوړې کچې یا هم د زړښت پرمهال انسان ته پیدا کېږي. ۳۲کلنه سهیلا او ۲۱کلن حسین جعفري دواړه اضافه وزن او د وینې غوړ ناروغي لري.

هېواد کې له ۱۸۰ کوچنیو او لویو کانونو څخه د استخراج چارې روانې دي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې دامهال هېواد کې له ۱۸۰ کوچنیو او لویو کانونو څخه د استخراج چارې روانې دي.

د یاد وزارت مسوولانو نن شنبه، وږي ۳۱مه کابل کې د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

لوګر کې د «کروندې» ورځ ونمانځل شوه

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په مرکز پل‌علم کې د لومړي ځل لپاره د کروندې ورځ ولمانځل شوه.

جوړې شوې غونډه کې د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولانو سربېره ګڼ‌شمېر کروندګر ګډون کړی وو.

روانه اوونۍ د ملګروملتونو سازمان ۷۹یمه کلنۍ غونډه جوړېږي

ټاکل شوې د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ د امریکا نیویارک ښار کې د ملګروملتونو سازمان ۷۹مه کلنۍ غونډه جوړه شي.

غزې او اوکراین کې د روانو جګړو په څېر د سترو نړیوالو ننګونو ترڅنګ به، د افغانستان مسله هم د ملګروملتونو سازمان د غړو هېوادونو د کلنۍ غونډې د بحث وړ موضوع واوسي.

د کلات اوسېدونکي: ښاروالي دې د ښار پاکولو کې جدي اقدام وکړي

 د زابل مرکز کلات ښار یوشمېر اوسېدونکي دغه ښار کې د ککړتیا او ناپاکۍ له امله شکایت کوي.

د کلات اوسېدونکی اختر‌ګل له ښاروالي غوښتنه کوي چې د ښار پاک‌والي ته جدي پاملرنه وکړي. د ده په وینا، اوس د ښار ډېری واټونه او واړه کانالونه د کثافاتو ډک دي او خلک له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

افغانستان د فوټسال نړیوال جام کې له اوکراین سره سیالي کوي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د فوټسال نړیوال جام ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن شنبه، سپټمبر ۲۱مه  د اوکراین پر وړاندې سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت د شپې ۷:۳۰ بجې د اوزبیکستان په «انډي‌جان یونېورسل سپورټس کمپلېکس» لوبغالي کې پیل شي.