لوګر کې په پنځه میلیونه افغانۍ د یوه جومات د جوړېدو چارې پيل شوې

د لوګر د مرکز پُل‌علم ښار اړوند د استېناف محکمې د ریاست په انګړ کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه جومات د حج او اوقاف وزارت له لوري جوړېږي چې چارې به یې، د راتلونکو څلور میاشتو په ترڅ کې بشپړې شي. یاد جومات په دوه پوړونو کې جوړېږي چې یو وخت به د ۷ سوه لمونځ‌کوونکو ظرفیت ولري.

زابل کې د تورې بند ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي چې زابل کې د تورې بند چارې بشپړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، دغه بند د ۱۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او چارې یې، د دوو کلونو په ترڅ کې بشپړې شوې دي.

پکتيکا کې په ۵۰۰زره ډالرو یو دارلايتام ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتيکا مرکز ښرنه کې د ترکيې د یوه خيريه بنسټ له‌ لوري د ۵۰۰زره امريکايي ډالرو په لګښت د امام بخاري په نوم يو دارلايتام جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوی دی.
هغه ټينګار وکړ چې د سرپرست حکومت مشرتابه هوډ لري، ټول هېواد کې د يتيمانو روزنې لپاره دارلايتامونه جوړ کړي.

هېواد کې د ۶میاشتو پرمهال ۸۶۰ ټُنه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي

د عامې روغتیا وزارت اړوند د خوړو او درملو معینیت مسوولان وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر دې مهاله ۸۶۰ ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له‌منځه وړل شوې دي. تېر کال هم له مرکز او یوشمېر ولایتونو څخه ۸۵۰ ټُنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل راټول او له‌منځه وړل شوي وو.

سمنګان کې سږکال د غنمو حاصلات ۶۰سلنه زیات شوي

د سمنګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې ۶۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر انجینیر خلیل کریمي وايي، سږکال پر وخت اورښتونه د غنمو حاصلاتو د ډېروالي لامل شوې دي.

پروان کې په پنځه میلیونه افغانۍ د اوبو شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د پنځو میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د مسوولانو په وینا، د اوبو دغه ذخیزه چې ۱۱۰۰۰ مټره اوږدوالی لري، د یاد ولایت په سرخ‌پارسا ولسوالي کې جوړه شوې.

جوزجان کې په څه باندې درې میلیونه افغانۍ ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

د جوزجان پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د درې میلیونه او ۶۲۰زره افغانیو په ارزښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د مسوولانو په وینا، د ښوونځي دغه ودانۍ د اقچه ولسوالي په بیش‌اریغ کلي کې جوړېږي او مالي لګښت یې، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له‌خوا ورکول کېږي.

بوټونو کې د جعلي‌پاسپورټونو لېږد؛ خوست کې دوه کسان نیول شوي

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه سیاحتي شرکت دوه کارکوونکي د جعلي پاسپټورونو د لېږد په تور نیول شوي دي.

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته وايي، د «الخليج» په نوم سياحتي شرکت دوه کارکونکي هغه مهال نیول شوي چې د دغه ولایت هوايي ډګر ته یې، جعلي پاسپورټونه ننوېستل.

عامې روغتیا وزارت: هېواد کې ۱.۸ میلیونه ماشومان له واکسین محروم دي

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو د «کتلوي معافیت د ملي پروګرام» د ودانۍ پرانیستو مراسمو کې وویل چې هېواد کې ۱.۸ میلیونه ماشومان له واکسین څخه محروم پاتې شوي.

د دوی په وینا، د یادو ماشومانو تر پوښښ لاندې راوستو لپاره یې، د کتلوي معافیت ملاتړیز پروګرام یې جوړ کړی دی.

د ا.ا مشر: هېڅ‌کله د شریعت پر سر معامله نه‌کوو

د ملګروملتونو له لوري د امر بالمعروف او نهې عن‌‌المنکر وزارت پر نوي قانون د نیوکو ترڅنګ، د ا.ا مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د دغه قانون پر پلي‌کېدو ټینګار
کړی دی.

د اسلامي امارت مشر کندوز ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له چارواکو او دیني عالمانو سره کتنه کې ویلي، په هېڅ صورت نه‌غواړي چې د شریعت پر سر معامله وکړي. نوموړي افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د لوېديځو هېوادونو پر تګ‌لارې هم نيوکه کړې.

د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته؛ د غلام‌خان بې‌ځایه شوي: ترپال لاندې ژوند کوو

د خوست د ګربزو ولسوالي اړوند د غلام‌خان بندر سيمې څخه د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ د وروستيو نښتو له امله له یادې سیمې بې‌ځايه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي. ګڼ‌شمېر دغه کورنۍ وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوې مرمۍ د دوی پر کورونو لګېدلې او اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.

لوګر کې یوې ښځې او یوې پېغلې ځانونه وژلي

د لوګر د امنیې قومانداني مسوولان وايي، یوې ښځې او یوې پېغلې په دغه ولایت کې ځانونه وژلي دي.
د دوی په وینا، دا پېښه پرون شپه ناوخته (د تلې دویمه، دوشنبه) د لوګر د مرکز پل‌علم ښار اړوند د «خلیفه‌ صیب» سیمه کې شوې ده.

کابل کې د ۳۰ جوړو د ډله‌ييز واده پروګرام جوړ شو

د سېلاب خیریه بنسټ نن (د تلې درېیمه، سه‌شنبه) په کابل ښار کې د ۳۰ جوړو د ډله‌ييز واده پروګرام جوړ کړ. د دغه بنسټ مسوول سیداحمد سېلاب وايي، د دغه واده مراسم یې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د ورکولو او د ډله‌ييزو ودونو دودولو په موخه جوړ کړي دي. هغه زیاتوي: «د سېلاب خیریه بنسټ چې له ډېر ولور او بې‌ځایه دودونو سره د مبارزې لپاره ځوانانو ته ډله‌ييز ودونه جوړوي، نن یې د ۶۰ ځوانانو لپاره چې د بېلابېلو قومونو اړوند دي، د ډله‌ييز واده پروګرام جوړ کړی دی.»