د سلام‌وطندار موندنې؛ هېواد کې د درېوو کلونو پرمهال ورزش وده کړې

په دې راپور کې د ملي لوبدلو له اتو او د نورو برخو له لسو ورزشکارانو سره خبرې شوې دي. د یادو ورزشکارانو له ډلې، لسو هغو یې، ویلي چې د درېوو کلونو پرمهال افغانستان کې ورزش د پام وړ وده کړې. سلام‌وطندار د بېلابېلو برخو له ۱۸ ورزشکارانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال هېواد کې ورزش د پام وړ پرمختګ کړی دی.

لوګر کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالي پيل شوې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وايي چې د ولایت په کچه د ٣٢ مخکښو لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د فوټبال سیالي پیل شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر انجینیر مزمل نعیم‌زی سلام‌وطندار ته وايي چې یادې سیالي د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال عمومي فدراسيون له لوري جوړې شوي دي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

یوه کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴.۵۰سلنه لوړ شوی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د تېر یوه کال پرمهال د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴.۵۰سلنه لوړ شوی دی.

یاد معاونیت نن دوشنبه، تلې نهمه پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې د تېرکال وږي پر ۳۱مه یو ډالر۷۸.۷۶ افغانۍ و، خو سږکال د وږي پر ۳۱مه یو ډالر ۶۸.۸۸ افغانۍ ته راښکته شوی دی.

د زړه نړیواله ورځ؛ لروپرتو سیمو کې د زړه ناروغان درملنې ته لاسرسی نه‌لري

هېواد کې د زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوشمېر کورنۍ وايي، د زړه ناروغیو د درملنې مرکزونو ته لاسرسی نه‌لري.

د نيمروز اوسېدونکې نازنين چې ماشوم يې د زړه پر ناروغۍ اخته دی، وايي، خپل ولایت کې يې د زړه د درملنې د مرکزونو نشتوون له امله اړ شوې چې خپل ماشوم د درملنې لپاره کابل ته راولي.

لوګر کې ۴۰۰۰ جریبه «چرس» له‌منځه وړل شوي

 د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې ریاست له لوري د نشه‌يي توکو کرکېلې له‌منځه وړو عملیات نن «یکشنبه، تلې اتمه» پای ته ورسېدل.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، دغه عملیات ۲۰ ورځې وړاندې د لوګر په مرکز پل‌علم او ازرې ولسوالیو کې پیل شوي وو.

ونزویلا او اوکراین د فوټسال نړیوال جام کوارټرفاینل کې لوبېږي

د فوټسال نړیوال جام په کوارټرفاینل پړاو کې نن دوه لوبې کېږي چې مراکش له برازیل او ونزویلا له اوکراین سره مخ دی.

لومړۍ لوبه چې د مراکش او برازیل ترمنځ ده، د افغانستان پر وخت نن «یکشنبه، سپټمبر ۲۹مه» مازدیګر ۵ بجې به پیل شي.

غزني کې په څه باندې څلور میلیونه افغانۍ د اوبورسولو شبکه جوړه شوه

غزني کې محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو د اوبو رسولو شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې.

د اوبو رسولو دغه شبکه د مرکز غزني ښار اړوند «د ‌سلطان محمود غزنوي روضه» کلي کې جوړه شوې.

خوست کې ۱۱ کسان د غلا په تور نیول شوي

د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار وايي، د تېرې یوې اوونۍ پرمهال دغه ولایت کې یوولس کسان د بېلابېلو غلاوو په تور نیول شوې دي.

دغه کسان له جنایي جرمونو سره د مبارزې مديريت منسوبينو له لوري د یاد ولایت مرکز، علیشېرو او ترېزیو، تڼیو، صبریو او یعقوبیو، اسماعیل‌خېل او مندوزیو ولسوالیو کې نیول شوي دي.

هلمند کې د طبیعي کبانو د نیولو په تور د کبانو پخلن‌ځي تړل شوي

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز  لښکرګاه او ګرشک ولسوالي کې د طبیعي کبانو د غیرقانوني نیونې له امله د کبانو څلور پخلن‌ځي تړل شوې دي.

د مسوولانو په وینا، درې پخلن‌ځي په ګرشک او یو پخلن‌ځی په لښکرګاه کې تړل شوی دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ «د ټولیزو رسنیو قانون دې وروستی شي»

یوشمېر افغان خبریالان او د ځینو رسنیو مسوولان اطلاعاتو ته د ټولیز لاسرسي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د ټولیزو رسنیو قانون وروستی کړي.
دوی د افغان خبریالان د خوندیتوب کمېټه کې د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال وویل چې ورځ تر بلې اطلاعاتو ته لاسرسی کمېږي.

زابل کې په ۳۰۰زره ډالرو یو ټولنیز مرکز جوړېږي

د زابل په مرکز کلات ښار کې په ۳۰۰زره امریکايي ډالرو د یوه ټولنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغه مرکز د جوړېدو لګښت د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري یا «UNHCR»  ورکوي او چارې به یې، د لسو میاشتو په ترڅ کې بشپړې شي.

د هېواد ختیځ کې وروستیو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

د هېواد په ختیځ کې د وروستیو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولې دي.

ځايي مسوولان وايي، دغه سېلابونه «جمعه شپه» د ننګرهار په کوزکونړ او د لغمان الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې راوتلي دي.

ده وویل، د زیانمنو کورنیو سروې یې پیل کړې او په دې اړه به د زیانونو کره شمېر وروسته شریک کړي.

حمدالله فطرت: افغانستان د هېچا پروړاندې خطر نه‌دی

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې له افغانستان څخه هېڅ‌ هېواد د ګواښ نشته او په وینا یې، سرپرست حکومت بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.

نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

ننګرهار او لغمان کې سېلابونه؛ درې کسان مړه او ۲۰ ټپیان دي

ننګرهار او لغمان کې د وروستیو سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوې دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کوز کونړ(ښېوې) ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې نن سهار «جمعه، تلې ۶مه» د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.