دلاور: نړیوالو غوښتل زموږ ځوانان پر نشو روږدي کړي

د افغاني سرې مياشتې ټولنې عمومي رییس شهاب‌الدين دلاور وايي چې نړیوالو غوښتل افغان ځوانان پر نشو اخته کړي.

هغه همداراز له مسوولانو غوښتنه کړې چې د کونډو او یتیمانو د حقونو سپارلو برخه کې دې بې‌غوري ونه‌وکړي. دلاور پر حکومتي چارواکو او مسوولانو غږ وکړ چې خپل مسوولیتونه په صداقت او اماندارۍ مخته یوسي. نوموړي دغه څرګندونې پکتیا کې «پنج‌شنبه، تلې ۱۲مه» د یوې غونډې پرمهال کړې دي.

بدخشان کې دوو ټرافیکي پېښو درې کسان مړه او پنځلس نور ژوبل کړي

د بدخشان په تشکان ولسوالي کې او د بهارک ولسوالي او فیض‌اباد ښار پر لویې لارې دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو د درېوو کسانو ژوند اخیستی او پنځلس نور یې ټپیان کړي دي.
د بدخشان د امنیې قومانداني ویاند احسان‌الله کامګار وايي، پرون ماسپښین (د تلې ۱۲مه، پنجشنبه) یوه کرولا د دغه ولایت په ارغندکان سیمه کې له سړک نه اوښتی او رغړېدلی دی.

غزني کې د یوه کلینیک د جوړولو چارې پیل شوې

د غزني د عامې روغتیا رییس زرک رنځورمل وايي، د دغه ولایت د جاغوري ولسوالي په انګوري سیمه کې د یوه پرمختللي کلینیک د رغولو چارې پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا، یاد کلینیک چې درې‌ پوړه او ۳۰ خونې به ولري، ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او پیسې یې هم د جاغوري ولسوالي د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.

کاپیسا کې ټرافیکي پېښې یو کس مړ او څلور نور ژوبل کړي

د کاپیسا په مرکز محمودراقي ښار کې یوې ټرافیکي پېښې د یوه کس ژوند اخیستی او څلور نور یې ژوبل کړي دي. د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز وايي، یاده پېښه نن سهار (د تلې ۱۳مه، جمعه) د محمودراقي ښار اړوند په شوخي سیمه کې د دوو سراچه‌ ډوله موټرو د ټکر له امله شوې ده.

هېواد کې روان کال د صادراتو په پرتله د مېوو کورنی مصرف زیات دی

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، روان کال د صادراتو په پرتله د تازه مېوو کورنی مصرف ډېری شوی دی

د دوی په وینا، د تېرو کلونو په پرتله سږکال افغانستان کې باغ‌لرونکو ښه حاصلات ترلاسه کړي، خو د پاکستان له لارې د صادراتو پر وړاندې خنډ لامل شوی چې د تازه مېوو د صادراتو کچه د پام وړ کمه شي.

افغان‌کوریا انسټیټیوټ ته د حرفوي زده‌کړو لپاره ۸۰۰ کسان وروپېژندل شول

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۸۰۰ بې‌پرسته  او بې‌وزله کسان د حرفوي زده‌کړو لپاره افغان کوریا انستیتیوت ته معرفي کړي دي.

دغه کسان نن پنج‌شنبه، تلې ۱۲مه کابل کې د یادې ټولنې د مسوولانو او نور چارواکو له‌خوا دغه انسټیټیوټ ته ورپېژندل شوې دي.

عباس ستانکزی: د تازه مېوو د صادراتو ستونزې به هوارې شي

لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې او کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو محصولاتو د تولید او بازارموندنې برخه کې د شته ستونزو او لاسته‌راوړنو په تړاو غونډه جوړه شوې وه.

جوړې شوې غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل، درېوو کلونو کې په هېواد کې کرنې او مالدارۍ پرمختګ کړی دی.

د افغانستان په تړاو سبا د «مسکو فارمټ شپږم پړاو» ناسته جوړېږي

ټاکل شوې چې سبا «جمعه، تلې ۱۳مه» روسیه، چین، ایران، اوزبیکستان، پاکستان، هند، قزاقستان، تاجیکستان او ترکمنستان د مسکو فارمټ کې د افغانستان په تړاو بحث او خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، په دې ناسته کې به د «ملي روغې جوړې» د بهیر پر پیاوړتیا او سرپرست حکومت سره د هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وشي.

سرپرست حکومت د ژورو څاه‌ګانو د ارزولو او څار لپاره کمېټه جوړه کړې

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي، د دغه وزارت د سرپرست سراج‌.الدین حقا.ني په لارښوونه یوه کمېټه جوړه شوې، څو د هغه حکم پر پلي کېدو څارنه وکړي چې له مخې یې د هر ډول کیندل شویو څاه‌ګانو خاوندان باید د ګواښونو او پېښو د مخنیوي لپاره د څاه‌ګانو سرونه بند یا هم داسې جوړ کړي چې څوک په‌کې ونه لوېږي.

بهرنیوچارو وزارت: افغانستان کې هېڅ ډول تبعیض شتون نه‌لري

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي ادعا کړې چې سرپرست حکومت افغانستان کې قومي، مذهبي او ژبني تعصب ته لمن وهي. خو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هېواد کې هېڅ ډول تبعیض او تعصب شتون نه‌لري.

کندهار کې په ۱۰۶زره ډالرو د «ملالۍکانال» چارې بشپړې شوې

د کندهار په میوند ولسوالي کې د ۱۰۶زره امریکايي ډالرو په لګښت د ملالۍ په نوم کانال چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد کانال د پرانېستېدو مراسمو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو سربېره د کندهار محلي مسوولانو هم ګډون کړی وو.

لوګر کې یو ۱۳کلن ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو ازاد شوی

د دغه ولایت امنیه قومندان مولوي محمدالدین شاه محبت پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، یاد ماشوم چې شاوخوا ۱۳ کاله عمر لري او په اصل کې د محمداغې ولسوالي «سفیدسنګ» سیمې اوسېدونکي دی، درې میاشتې وړاندې د پل‌علم له «هون‌سفلی» سیمې څخه نادرکه شوی و.

پر کونړ سیند د کښتۍ ډوبېدو له امله اته کسان مړه شوي

د ننګرهار کوزکونړ ولسوالي اړوند کاشکوټ سیمه کې پر کونړ سیند د کښتۍ ډوبېدو له امله اته کسان مړه او نهه نور ټپیان شوې دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌ الله قریشي وایي، د کوزکونړ ولسوالي د کاشکوټونو او سربند سيمه کې پرون ناوخته د «تیزې سيلۍ» له امله يوه ۱۷ کسيزه کښتۍ اوښتې چې اته کسانو په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پکتيکا کې د مرغانو ښکار په تور څلور کسان نيول شوي

پکتیکا کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د مرغانو د ښکار په تور څلور کسان نیول شوې دي.

د پکتيکا ولايت مقام څخه نن «سه‌شنبه، تلې لسمه» په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان د مټاخان ولسوالي د احمدزيو په سيمه کې نیول شوي دي. خبرپانه کې ويل شوي چې له نيول شويو کسانو سره د ښکار وسایل او همدارنګه ۱۲ بېلابېل ډوله مرغان هم ترلاسه شوې دي.

غزني کې د «د شونډو او تالو چاود» ماشومانو وړیا درملنه کېږي

غزني کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د پرې شونډو او تالو ماشومانو په وړیا توګه د عملیاتو بهیر روان دی.

دغه عملیات چې له کابل څخه دغه ولایت ته د ورغلې روغتیايي ډلې له‌خوا کېږي، د روانې اوونۍ تر پایه به د یاد ولایت ټول تالو او پرې شونډې ماشومان عملیات شي.