
یوناما یو ځل بیا د نجونو پر زدهکړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما له اسلامي امارت یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر زدهکړو محدودیت لرې کړي.
یوناما نن د فبروري ۱۱ علم کې د ښځو او نجونو رول نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، څه باندې ۱۶۰۰ ورځې کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوي.














