
د نارینه محرم شتون؛ مېرمنې: د تګراتګ پرمهال ستونزو سره مخ یوو
سره له دې چې هېوواد کې مېرمنې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، له کوره د وتلو پرمهال مېرمنو سره د نارینه محرم شتون لازميکېدل، هغه مېرمنې چې خاوندان یې، مسافر دي، له ستونزو سره مخ کړي. ویل کېږي هېواد کې د امربالمعروف او نهې عمنالمنکر قانون له توشېح وروسته ځینو ولایتونو کې د ښځو پر تګراتګ محدودیتونه زیات شوي دي.














