
خوست کې د نشهيي موادو د پلور په تور ۱۹ کسان نیول شوي
د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو دوو اوونیو پرمهال د نشهيي توکو د پلور په تور ۱۹ کسان نیول شوي دي.
د خوست امنیه قومنداني څخه نن «سهشنبه، لړم ۲۲مه» په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان د امنيه قومنداني اړوند له نشهیي توکو سره د مبارزې منسوبینو له لوري نیول شوي دي.














