
نړیوال بانک: افغانستان ۲۰۲۴ کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده درلوده
نړیوال بانک وايي چې افغانستان په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده درلوده، خو د مالي محدودیتونو، د سوداګرۍ د توازن نشتوالي او د پانګونې د ظرفیت محدودیت له امله د ودې دغه کچه د هېواد د بنسټیزو اقتصادي ستونزو په حل کې ډېره مرسته نهده کړې.














