د پاکستان له زندانونو ۱۰۵ افغان بندیان راخوشې شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کنسولګرۍ اعلان کړی چې ۱۰۵ افغان وګړي د دغه هېواد له زندانونو خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

یادې کنسولګرۍ نن سهار (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې خوشې شوي کسان د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي له لارې افغانستان ته داخل شوي.

یعقوب مجاهد: د چا غلامي نه‌ منوو

د ملي دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۳۷مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي چې نه د چا غلامي مني او نه هم د چا فرمایشات منلی شي.

مجاهد په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پلمه‌ لټونکي هېوادونه باید د ستونزو له رامنځته کولو ډډه وکړي او په وینا یې، دا ستونزې د هېڅ لوري پر ګټه نه‌لري.

د شوروي د وتلو ۳۷کاله؛ اسلامي امارت: متجاوز اړخونه دې عبرت واخلي

اسلامي امارت د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې دغه ورځ تاریخي ویاړ بللی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېرو سلو کلونو کې درېيم ځل هم افغانستان نوی له اشغال څخه ازاد شوی دی او ټینګار یې کړی چې افغانان د خپل دین د ساتنې او مستقل اوسیدو لپاره کلک هوډ او تعهد لري.

ملګري ملتونه: سږکال ۴.۲ میلیونه افغانان سرپناه ته اړتیا لري

په افغانستان کې د ملګروملتونو د اسکان بشر پروګرام ویلي چې د روان میلادي کال په ترڅ کې شاوخوا ۴.۲ میلیونه کسان سرپناه ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري هستوګنې پروګرام «UN-Habitat » نن یکشنبه، سلواغې ۲۶مه، ټینګار کړی چې یاد کسان یوازې سرپناه ته نه، بلکې غیرخوراکي توکو ته هم بېړنۍ اړتیا لري.

پکتیکا کې پر ۱۰۰۰ کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې

پکتیکا کې راستنو شویو، داخلي بې‌ځايه شويو او بې‌وزله ۱۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې

د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي چې د یوې خیریه موسسې په تخنيکي همکارۍ د سعودي د وليعهد ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري دغه مرسته، په راستانه شویو، داخلي بې‌ځایه شویو او اړمنو وېشل شوې ده.

نن له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

نن د سلواغې ۲۶مه/ فبرورۍ ۱۵مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو ځواکونو د وتلو له ۳۷مې کلیزې سره برابره ده.

په همدې ورځ د پخواني شوروي ځواک وروستی سرتېری له افغانستان څخه ووت او د افغانانو پر وړاندې نږدې لس کلنه جګړه پای ته ورسېده.

دا ورځ هرکال د هېواد دننه د ازادۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي.

راستنې شوې کورنۍ: مرستې بسنه نه‌کوي

په داسې حال کې چې ملګروملتونو د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو د ناوړه بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، یوشمېر راستانه شوي کسان شکایت کوي چې بشري مرستې ورته بسنه نه کوي.

افغانستان کې کارګو؛ افغانان بهر ته د توکو استولو کې ننګونو سره مخ دي

دې وروستیو کلونو کې د توکو لېږدولو برخه «کارګو» د ځینو افغان ځوانانو لپاره د عاید په سرچینې بدله شوې. نهو ولایتونو کې له ۲۶ ځوانانو (۲۰ هلکانو او ۶ نجونو) سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې دغه فعالیت له جوړښتي، اداري او بهرنیو ستونزو سره مخ دی، داسې ستونزې چې د دې وړو سوداګریزو فعالیتونو د دوام لپاره جدي ګواښ جوړوي.

له ګاونډیو هېوادونو ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

یاد کمېسیون نن شنبه، سلواغې ۲۵مه ویلي چې ۱۰ کورنۍ د نیمروز د ابریشم پله له لارې، ۹ کورنۍ د هرات د اسلام‌قلعه له لارې، ۴۴ کورنۍ د کندهار د سپین‌بولدک له لارې، ۶۲۱ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې او ۸ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

نړیوال جام؛ ایرلنډ له عمان لوبه وګټله

د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې عمان ته په ۹۶ منډو ماته ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی ایرلنډ لوبډلې توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۵ منډې جوړې کړې.

د ځنګلونو وهل؛ بادغیس کې د پستې ونو لپاره د خطر زنګ

ژمي کې سون‌توکو ته د اړتیا له زیاتېدو سره هم‌مهاله، بادغیس کې د ځنګلونو وهلو یو ځل بیا د دې ولایت د اوسېدونکو او مسوولانو اندېښنې راپارولي.
د بادغیس د کرنې ریاست مسوولان وایي، سړه هوا، بېوزلي، بېکاري او د سون‌توکو د بدیلو سرچینو نشتوالی هغه لاملونه دي چې یو شمېر خلک د ځنګلونو پرې کولو ته هڅوي.

د امنیت شورا پرېکړې ته غبرګون؛ ذبیح‌الله مجاهد د بندیزونو تمدید ناکامه کړنلاره بولي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امنیت شورا له لوري پر اسلامي امارت د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، د بندیزونو تمدید ناکامه کړنلاره ده. هغه له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې د اسلامي امارت پر وړاندې په خپلو سیاستونو بیاکتنه وکړي او افغانستان سره همکاري او رغنده تعامل ولري.