کندهار کې د کورنیو تولیداتو ودې په موخه څلور ورځنی نندراتون جوړ شوی

په کندهار کې  د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو د ملاتړ او ودې په موخه ملي نندارتون جوړ شوی چې څلور ورځې به دوام وکړي.

 چارواکو په وینا، دې نندارتون کې بېلابېل کورني تولیدات او لاسي صنایعې په ۶۰ غرفو کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

یوشمېر نابینایان: میاشتنی حقوق مو لوړ او د کار زمینه دې راته برابره شي

د برېل خط نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، هېواد کې یوشمېر نابینایان د ښوونیزو خدمتونو او کاري فرصتونو نه‌شتون څخه شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی میاشتني حقوق لوړ کړي. ده له سرپرست حکومته وغوښتل چې د نابینایانو د حقونو زیاتولو او ټولنه کې د هغوی فعاله حضور ته زمینه برابره کړي.

لوګر کې د هستوګنې کورونو ته د نوري فایبر انټرنټ لېږد پروژه پيلېږي

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري تازه پل‌علم کې هستوګنې کورونو ته د (FTTH) انټرنټ د لېږد پروژه منظور شوې او ډير ژر به ښاریانو ته د انټرنټ د لېږد بهیر پيل شي.

له هیلې تر حقیقت؛ د افغاني جامو د جوړونکې کیسه

د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته ۲۲کلنه فرح دیبا چې د ټولنیزو علومو برخه کې یې، لوړې زده‌کړې کولې، لاس په سر نشوه او په لوړ هوډ سره خپلو هیلو ته مزل دوامداره کړ.

فرح دیبا وايي، مور یې خیاطي کوله او دې هم هوډ وکړ چې خپل برخلیک روښانه کړي. هغه اوس افغاني لباسونه جوړوي.

هلمند کې د ۱۰میاشتو پرمهال د جرمونو په تور ۸۰ کسان نیول شوي

د هلمند امنیه قومنداني د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسوولانو د تېرو لسو میاشتو پرمهال ۸۰کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د امنیه قومنداني ویاند عزت‌الله حقاني وايي، دغه کسان تېرو لسو میاشتو کې د لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو اړوند سیمو کې نیول شوي.

د سالنګ لویه لاره د واورې او توپان له امله وتړل شوه

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت او توپان له امله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن جمعه، جدي ۱۴مه سلام‌وطندار ته وویل چې یاده لاره تېره ورځ یوازې د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې وه، خو په وینا یې، نن له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

د ژمي لومړۍ واوره؛ د کابل اوسېدونکی: کور کې نه‌بخارۍ لرم او نه هم صندلۍ

د کابل په ګډون یوشمېر ولایتونو کې نن پنج‌شنبه، جدي ۱۳مه د ژمي لومړۍ واوره وشوه.

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د سږني ژمي د لومړنۍ واورې اورښت ته خوښ دي او وایي، د واورې ورېدو سره به د هوا ککړتیا راکمه شي. د کابل یوشمېر اوسېدونکو د سږني ژمي لومړۍ واوره د عکسونو په اخیستلو او د بېلابېلو تفریحي پروګرامونو په جوړولو ولمانځله.

ژمی او ککړه هوا؛ یوازې لیندۍ میاشت کې ۱۸۶ ماشومان مړه شوي

د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون مسوولان وايي، د هوا په سړېدو او ککړېدو سره، کابل کې تنفسي په ځانګړې توګه د سینه‌وبغل ناروغۍ ډېره شوې.

د دغه روغتون د احصاییې مسوول اسدالله عبدالرحیمزي وویل، تېره لیندۍ میاشت کې د هوا ککړتیا په دلیل د ناروغیو له امله، دغه روغتون کې ۱۸۶ ماشومانو ژوند بایللی دی.

د شاولي‌کوټ او میزانه ولسوالو ترمنځ ۴۲ کیلومټره سړک رغول کېږي

د زابل د شاولي‌کوټ او میزانه ولسوالیو ترمنځ د ۴۲ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې. دا پروژه د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ او د CAH موسسې او یونېسف په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي.

که څه هم د پروژې مالي لګښت په اړه چارواکي څه نه‌وايي، خو ځايي خلک ورته خوښ دي. دغه پروژه به تر راتلونکو څلور میاشتو بشپړه شي.