د انګور اډې لاره ټرانزیټ‌کېدل؛ سوداګر: اسانتیاوې دې برابرې شي

د پکتيکا محلي مسوولان وايي چې له پاکستان سره د «انګور ادې» لاره د ټرانزیټي لارې په توګه ټاکل شوې او له دې وروسته به پر یاده لاره ټرانزیټ کېږي.

 شاوخوا يوه مياشت وړاندې د اسلامي امارت د مشر د ځانګړي حکم له مخې له پاکستان سره د انګورو اډې لاره په رسمي ډول ترانزیټ شوه.

د افغانستان بانک نن ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر بازار ته وړاندې کړل

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې نن «پنج‌شنبه، مرغومې ۱۹مه» «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړل.

د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره یې، نن پنج‌شنبه«۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي دي.

ننګرهار کې د کارخونو مسوولان د برښنا کمښت او بازار نشتون څخه شکایت لري

ننګرهار کې د تولیدي کارخونو مسوولان په صنعتي ښارګوټي کې د برښنا کموالي، د سړکونو خرابوالي،  د اوبو کښت او د بازار له نشتونه شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، صنعتي ښارګوټي کې برښنا کمه او په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۵ برښنا لري چې له کبله یې چارې ټکنۍ او لویه اقتصادي ضربه ویني.

مالي خپلواکي او کاري‌فرصتونو رامنځته‌کولو ته د ځوانانو لېوالتیا

هېواد کې ګڼ‌شمېر ځوانان له بېلابېلو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي چې کوچنیو برخو کې د کاري فرصتونو رامنځته‌کېدل به د فقر کمېدو، دندو او ټولنیزې هوساینې برخه کې مهم رول لري.

سلام‌وطندار په دې راپور کې له شپږو ځوانانو سره خبرې کړي چې په بېلابېلو کوچنیو برخو کې یې، نورو ته د کار زمینه برابره کړې.

کندهار کې په درې میلیونه ډالرو د چرګانودانې تولیدي کارخونه پرانېستل شوه

د کندهار صنعتي ښارګوټي کې د درې میلیونه ډالرو په پانګونې سره د «چرګانو دانې» یوې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د یادې کارخونې مسوولان وايي چې د چرګانو دانې دغې تولیدي کارخونې د جوړېدو چارې یې یو کال وړاندې پیل کړې وې او تېره ورځ د چارواکو له لوري، پرانېستل شوه.

کابل کې د سټراټېژيکو همکاریو او همغږۍ د پیاوړتیا غونډه جوړه شوه

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ او سټراټېژيکو همکاريو د پياوړتيا په موخه دويمه دوه‌ورځنۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه.
د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مسوولان وايي، دغه کنفرانس يې د فرصتونو او ننګونو د ارزونې، د ښوونیز نصاب د کيفيت لوړولو او د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه جوړ کړی دی.

خوست کې ګازو د پنځو کسانو ژوند اخیستی

د خوست امنیې قومانداي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوې کورنۍ د مرغومي په ۱۶مه، د یک‌شنبې شپه د دغه ولایت په مرکز خوست ښار کې ګازي بخارۍ لګولې او پر وړاندې یې د بې‌غورۍ له کبله پنځو کسانو خپل ژوند بایللی دی.
دا پېښه د خوست ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په یوه استوګنیزه ودانۍ کې شوې ده. په پېښه کې څلور نارینه او یوه ښځه مړه شوې ده.

کارپوهان: د زیربناوو پراختیا به افغانستان پر ټرانزیټي لارې بدل کړي

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال وېکرم مصري د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال مجید تخت روانچي سره په نوي ډیلي کې د چابهار بندر د پراختیا  او بیارغونې، اقتصادي ودې او د اړیکو پراخولو په اړه خبرې کړي دي.

په دې خبرو کې دواړو لوریو له افغانستان سره د سیمې پر سوداګرۍ هم  بحث او ټينګار کړی دی.