میدان‌وردګ کې ۵۷ نوې لرغونې سېمې او ابدې ثبت شوې

د ميدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وایي په روان کال کې ۵۷ نوې لرغونې ابدې ثبت او راجستر کړې چې يوشمېر یې سلګونه کاله تاريخي مخينه لري. مجاهد پر وينا، په يادو ثبت شویو تاريخي ابدو کې مهم زيارتونه، لويې کلاوې، جوماتونه او د کاشانيانو د وخت استوپې شاملې دي چې سلګونه کاله تاريخي مخينه لري.

روغتیايي ننګونې؛ د افغانستان د روغتیا سکټور تراوسه د افغان امېندواره مېرمنو ننګونو ته ځواب نه‌دی ویلی

سلام‌وطندار د نسايي‌-‌ولادي څانګې له ۸ متخصصانو او ۳۰ هغو مېرمنو سره مرکې کړي چې د امېندوارۍ دوره یې تېره کړې ده. د دغو مرکو موندنې ښيي چې د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا برخه کې فعال بنسټونه نه‌دي توانېدلي چې په بشپړه توګه د افغان امېندواره مېرمنو ننګونو ته ځواب ووايي.

اسلامي امارت: امریکا دې د بندیانو تبادلې لپاره عملي ګامونه پورته کړي

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل، اسلامي امارت په تمه دی چې امریکا د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه عملي ګامونه پورته کړي.

لوګر کې دویم صنعتي پارک جوړېږي

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، د محمداغې ولسوالي لوېدیځ لور ته پر زر جریبه ځمکه دویم صنعتي پارک جوړېږي.

غزني کې مېرمنې له چاغۍ شکایت کوي

د غزني یوشمېر هغه مېرمنې چې وزن یې ډېر دی، وايي، که څه هم دوی د وزن کمېدو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو بې‌پایلې وې او له لوړ وزن ځورېږي.

نازیه او سمیر چې لوړ وزن لري، سلام‌وطندار ته وویل، د وزن کمښت لپاره یې، بېلابېلې لارې وازمایلې، خو بې‌پایلې وې.

مصنوعي ځیرکتیا سره د ځوانانو بلدتیا او د کارونې څرنګوالی

مصنوعي ځیرکتیا د کمپیوټر لپاره د انساني ځیرکتیا یو ډول جوړونه ده چې موخه یې، هغه پروګرام شوی ماشین دی چې د انسان په څېر فکر وکړي او د انسان چلن او وړتیاوې کاپي کړای شي. مصنوعي ځیرکتیا د ساینسي علومو یوه پرمختللې او زړه‌راښکونکې بڼه ده چې د وروستیو لسیزو پرمهال د پام وړ ګرځېدلې.

د سلام‌وطندار نظرپوښتنه؛ ۷۴سلنه ځوانان له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخلي

مصنوعي ځیرکتیا چې کمپیوټر ته دا واک ورکوي، څو د انسان په څېر فکر وکړي او پرېکړه ونیسي او حتا د انسان چلن هم کاپي کوي، دې ورځو کې ځوانانو ته دا فرصت ورکوي، څو له خپلو نوښتونو کار واخلي او راتلونکې جوړه کړي. د یادې سروې ۷۴سلنه ګډونوالو ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا کارونې سره بلدتیا لري او ۲۶.۴سلنه هم ورسره هېڅ ډول بلدتیا نه‌لري.

لوګر کې د یوه کس مړی موندل شوی

د لوګر  د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د یوه عمر لرونکي کس مړی موندل شوی دی.

کندهار کې په ۸۵۲زره ډالرو د پنجاو کانال ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

کندهار کې چارواکي وايي چې د کندهارښار په اوومه ناحیه کې د «پنجاو» کانال په ۸۵۲زره امریکايي ډالرو جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه کانال د ملګروملتونو نړیوال پراختیايي پروګرام «یو‌اېن‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ جوړ شوی.   د دې کانال په جوړېدو سره د شاولي‌کوټ ولسوالي له لوی بند څخه د پنجوايي ولسوالي او د کندهار ښار اوومې ناحیې ځمکې به هم ورسره خړوبې شي.

لوګر کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې بشپړې شوې

د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي سلاکار  انجینیر فضل‌الرحمن عمرزي پل علم خبریالانو ته وویل، یادې پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیایي بودجې او همکارو موسسو، په مالي ملاتړ د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي.

کابل ته د بېلاروس د یوه پلاوي سفر؛ د اړیکو پراختیا او همکاریو غوښتنه شوې

 د بهرنیو، کورنیو، صنعت او سوداګرۍ او د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان وايي، د بېلاروس هېواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د لومړي مرستیالانو په ګډون د دغه هېواد د پانګوالو یوه پلاوي کابل ته د سفر پرمهال د یادو وزارتونو له چارواکو سره لیدلي دي.