د کندهار-سپین‌بولدک د ۳۹.۶ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د ۳۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهارښار-سپین‌بولدک ترمنځ د څه باندې ۳۹ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.

د چارواکو په وینا، دغه سړک چې ۳۹.۶ کیلومټره کېږي، د نهو میاشتو په موده کې ورغول شي.

عظمت‌الله عمرزی د ۲۰۲۴کال د یوورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی وټاکل شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړی عظمت‌الله عمرزی د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴کال د غوره «الرونډر لوبغاړي» په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي په ۲۰۲۳کال کې د ښو لوبو له امله د ۲۰۲۴کال د غوره لوبغاړي په توګه ټاکل شوی دی. عمرزي د خپلې توپ‌وهنې او توپ‌اچوونې پرمټ افغانستان لوبډلې ته پیاوړی دریځ ورپه برخه کړ.

کندهار کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوې سره وېشل شوې

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت شاولي‌کوټ ولسوالي کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوې سره وېشل شوې.

اصلاح شوی تخم او کیمیاوې سره د  ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، پر بزګرانو وېشل شوی دی.

پکتیا کې د چاودنې له امله یو ماشوم مړ شوی او پنځه ټپیان دي

د هېواد سوېل‌ختیځ پکتیا کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.

د پکتيا امنيه قومنداني مسوولانو په وینا، پېښه «يکشنبه، سلواغې اوومې» ناوخته د اريوب‌ځاځيو ولسوالي اړوند سیمه کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله رامنځته شوې.

د افغانستان او درېوو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهلېز تړون لاسلیک شو

د ټولګټو وزارت وايي، د افغانستان، اوزبیکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د اورګاډي اقتصادي دهلېز د همکارۍ تړون د ۲۰۲۵ کال تر پایه وغځېد.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، یاد تړون اوزبیکستان ته د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال محمد اسحق صاحبزاده د سفر پر مهال تمدید شوی دی.

زوړ تحصیلي نصاب؛ زده‌کړیالان: کاري چاپېریال کې له ستونزو سره مخ یوو

سلام‌وطندار د کار بازار اړتیا ته په کتو د پوهنتونونو تحصیلي نظام په تړاو له ۲۶ زده‌کړیالانو سره مرکې کړې دي.

دغه ۲۶ زده‌کړیالان چې په بېلابېلو برخو کې پر زده‌کړو بوخت دي، ۱۴ زده‌کړیالان شکایت کوي چې د پوهنتونونو تحصیلي نصاب نوی نه‌دی، محدود او د کاربازار اړتیاو سره ورته‌والی نه‌لري.

د افغانستان بانک سبا «۲۵» میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «دوشنبه، سلواغې اتمه» به «۲۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (یکشنبه، سلواغې اوومه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۲۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغی

کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراق‌چي د یوه پلاوي په مشري نن یکشنبه، سلواغې اوومه کابل ته راغلی دی. یاد وزارت همداراز لیکلي چې دغه سفر به د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو ګټو برخه کې اغېزمن تمام شي.

خوست کې ډاکټران: د ښوونځیو له ښوونکو د درملنې فيس نه‌اخلوو

خوست کې ډاکټرانو تازه پرېکړه کړې چې دې ولايت کې د شته دولتي او خصوصي ښوونځيو له ټولو ښوونکو به د درملنې پر مهال هېڅ فيس نه‌اخلي.

خوست کې د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر عبدالحکیم ځدراڼ وايي، دا پرېکړه یې، له دې امله کړې چې له يوې خوا د ښوونکو اقتصادي لاسنيوی او له بل اړخه ټولنه کې د دوی د خدمتونو درناوی وشي.