
افغاني سرې میاشتې میدانوردګ کې ۸۳زره ناروغانو ته خدمات وړاندې کړي
میدانوردګ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست وایي چې روان کال یې د دغه ولایت مرکز میدانښار په ګډون د ۹ ولسوالیو ۸۳زره ناروغانو ته بېلابېل روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. نوموړي زیاته کړه، د روغتیايي خدماتو د ښه والي لپاره یې ۴۰ نوي رضاکاران روزلي او ۱۲۰ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته یې روغتیايي کېټونه وېشلي دي.














