یوشمېر ښځې: د ماشومانو روزنې او راتلونکې په اړه مشوره نه‌شو ورکولی

د هېواد په څو ولایتونو کې له ۲۸ ښځو سره د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې ۱۶ دغو ښځو د خپلو اولادونو په روزنه او برخلیک کې رول نه دی لرلی.

د دغو ۱۶ ښځو له جملې ۸ هغو ویلي چې مېړه یې د ماشومانو روزنې او راتلونکې په اړه مشورو کې رول نه دی ورکړی او ۸ نورو ویلي چې دغه رول د خپل مېړه د کورنیو له لوري ورڅخه اخیستل شوی.

عامې روغتیا وزارت: تېرکال هېواد کې د ملاریا پېښې ۱۴.۶ سلنه کمې شوي

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان هغه راپور رد کړ چې په کې د هېواد په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د زیاتوالي ګواښ یاد شوی.

د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ملاریا پېښې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۴ اعشاریه ۶ سلنه کمې شوي.

له مصنوعي ځیرکتیا سره د هنګامې جمشیدي د بلدتیا کیسه!

د يوې تحصيلي بورسيې د غوښتنليک له شرطونو څخه يو هم د سپارښت‌ليک (توصيه‌نامې) برابرول و. د همدې سپارښت‌ليک د ليکلو لپاره ما له خپل یوه ملګري څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه د مصنوعي ځيرکتيا (هوش مصنوعي) د اسانتياوو او ګټو په اړه معلومات راکړل او د اړوند پلاتفورم د پېژندنې او کارونې لپاره يې يو لينک راسره شريک کړ.

ذبیح‌الله مجاهد: سیمه کې د افغانستان پیاوړي دریځ لپاره له هر فرصت ګټه اخلو

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د قزاقستان آستانه ښار کې د تماس ډلې غونډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو څرګندونو په غبرګون کې وايي، افغانستان د سیمه‌ییزو همکاريو د محور په توګه د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره له ټولو مثبتو فرصتونو ګټه اخلي.

هغه وویل، د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره هم د اقتصادي نښلونې او د هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړه ده.

بې‌عدالتي او څو ښځې لرل؛ په مېرمنو او ماشومانو اقتصادي فشار

ځینې هغه ښځې چې مېړه ‌یې دویم واده کړی وایي چې له دویمې ښځې کولو وروسته یې مېړه د هغوی نفقه او نور قانوني حقوق نه تامینوي.

دغو ښځو سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، له اقتصادي ستونزو او فشارونو سره مخ دي او د خپلو قانوني حقوقو په اړه کافي مالومات هم نه‌لري.

د ښځو په ګډون ۵۷۲ ډاکټران د تخصص بشپړولو پروګرام څخه فارغ شول

د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د ښځو په ګډون شاوخوا ۵۷۲ ډاکټرانو په بېلابېلو برخو کې نن سه‌شنبه، سلواغې ۲۸مه په کابل کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د فراغت په دې غونډه کې ۹۰ ښځینه متخصصانو د نسايي-ولادي، ۲۱۱ متخصصان له کابل او ۲۷۱ له بېلابېلو ولایتونو څخه خپل سندونه ترلاسه کړي دي.

اقتصاد وزارت د ۲۰۲۶ کال د پراختیايي پروګرامونو کاري تګلاره اعلان کړه

د اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ځینو مرسته‌رسوونکو بنسټونو د استازو په حضور کې د غیرامارتي بنسټونو د ۲۰۲۶ کال د پراختیايي پروګرامونو لومړیتوبونه اعلان کړل. د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو له ټولو دفترونو او نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې خپل پروګرامونه او پروژې د افغانستان د ملي پراختیا له سند سره سمې ترتیب کړي.

راتلونکی کال به هېواد کې اته میلیونه نیالګي وکرل شي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن سه‌شنبه د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په اړه په کابل ښار کې د چاپېریال ساتنې د یوشمېر فعالانو په ګډون، د عامه پوهاوي غونډه جوړه کړې وه.

د یادې ادارې مسلکي او پالېسۍ مرستیال، زین‌العابدین عابد، وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له منفي اغېزو سره مخ دی او تر ټولو ساده او اغېزمنه لاره د دې ستونزې د کمولو لپاره د نیالګیو کېنول دي.

میمنې کې د ښځو مارکېټ؛ د محدودیتونو تر سیوري لاندې د ځان بسیاینې هڅه

سره له دې چې د فاریاب میمنې ښار کې سلګونه ښځې د لاسي صنایعو او کوچنیو سوداګریو په برخو کې روزل شوي، خو د بازار رکود، د پېرلو ځواک کمښت او د پانګې نشتون د دې ښار په ښځینه مارکېټ کې د ښځو فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي، هغه ننګونې چې د هغوی د اقتصادي ځان‌بساینې دوام یې له نامالوم برخلیک سره مخ کړی.

کاناډا ته د نیوزیلنډ ماته؛ افغانستان له نړیوال جام ووت

د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د شل اووره سیالیو نړیوال جام د نن ورځې په لومړۍ سیالي کې نیوزیلنډ کاناډا ته په ماتې ورکولو سره، افغانستان هم له دې جام بهر کړ.

د کاناډا په دې ماتې سره افغان کرېکټ ملي لوبډله هم له یاد شل اووره نړیوال جام ووت او له ډي ګروپ څخه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته سوېلي‌‌افریقا او نیوزیلنډ لاره پیدا کړه.